د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د لویې جرګې کمېټو د طالب بندیانو ازادلو سره مخالفت نه لاره


د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، په ټوله کې د مشورتي جرګې کمېټو د ۴۰۰ طالب زندانیانو له ازادولو سره مخالفت نه لاره.

عبدالله عبدالله د سولې مشورتي جرګې د ۵۰ کمېټو د راپورنو تر وړاندې کولو وروسته نن شنبه ماسپښین اګست۸مه(زمري۱۸مه) خبریالانو ته وویل چې د جرګې غړو د یادو طالب بندیانو د ازادولو په صورت کې ځينې شرطونه هم وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه:"په داخل کمېټو کې مخالفتونه وه، خو نتجیه ګیري چې شوې وه، د ټولو د نظریاتو خلاصه یې تشکیلول... په داخل کمېټو کې کسان و چې کاملا مخالف و، خو د کمېټو په عمومي جمع بندي کې چې هغوی لرل، زه د دې شاهد نه یم چې دوی دې مخالفت ښودلی وي."

د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کاري کمېټو رئیسانو نن شنبه د جرګې له رئیس او غړو سره د خپلو وړاندیزونو او نظرونو د شریکولو پرمهال وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیان دي د نړیوال ضمات په اساس ازاد شي.

د جرګې ګډونوالو همدارنګه په هیواد کې د اوربند پر ټینګېدو او د سولې خبرو پر ژر پيلېدو باندې ټینګار کړی دی.

د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو همدارنګه د سولې خبرو کې له جمهوري نظام، اساسي قانون، د بیان ازادي او د ښځو له حقوقو څخه پر دفاع ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د طالب بندیانو ازادلو په اړه د مشورتي لویې جرګې د غړو نظرونو او وړاندیزونو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله مطبوعاتي کنفرانس ته همدارنګه وویل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو تر ازادو درې ورځې وروسته به بین الافغاني مذاکرات هم په قطر کې پيل شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو پرته د سولې مخامخ خبرو پیلېدو په وړاندې بل هېڅ خنډ وجود نه لري.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کېدو په اړه مشورتي لویه جرګه تیره ورځ په کابل کې پرانیستل شوه چې نن یې دوهمه ورځ وه.

عبدالله عبدالله همدارنګه وویل چې د سولې په اړه د مشورتي جرګې وورستۍ پایلې به سبا یکشنبه د افغانستان له خلکو سره شریکې شي.

XS
SM
MD
LG