د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګرپه ځانمرګي برید کې ۷ تنه وژل شوي


د لوګر په ډله ایز برید کې دریو بریدګرو برخه لرله چې ټول وژل شوي دي.
د لوګر په ډله ایز برید کې دریو بریدګرو برخه لرله چې ټول وژل شوي دي.

د لوګر د استیناف پرڅارنوالۍ په ننني ډله ييزبريد کې د استیناف د نوی رئيس په ګډون لس تنه وژل شوي او ترشلو نور په کې ټپیان شوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح امريکاغږ ته وويل، دغه بريد نن شاوخوا لس بجې داسې مهال شوی، چې استناف څارنوالۍ ته د نوي رئيس د معرفي کېدو غونډه روانه وه.

هغه وويل، دريو تنو بريدګرو، چې د پوليسو يونيفورم يې اغوستی و، لومړی يې د څارنوالۍ پر ساتونکو بريد وکړ او وروسته ودانۍ ننوتل او د غونډې پر ګډونوال يې پرلپسې ډزې پيل کړې.

سليم صالح زياته کړه، چې په دغه ډله ييز بريد کې استیناف څارنوالۍ ته نوی معرفي شوی رئيس محمداکرم نجات او شپږ نور کسان ووژل شول او نولس کسه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې په وژل شويو او ټپيانو کې ځينې څارنوالان او دولتي مامورين هم شامل دي، خو روغتون ته په انتقالېدو سره به يې د هويت په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.

دمخه د لوګر د ولايتي شورا غړی حسيب الله ستانکزي امريکاغږ ته وويل، چې وژل شوي اووه کسان د محکمې او څارنوالۍ قاضيانو او مامورين دي.

امنيتي مقامات وايي، چې د امنيتي ځواکونو په بريد کې درې واړه بريدګر هم وژل شوي، خو زياتوي، چې تر اوسه يې هويت ندی څرګند شوی.

ځينې نورې خبري سرچينې وايي، ممکن د وژل شويو کسانو شمېره لوړه شي، ځکه د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG