د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: د لبنان سره مرستې به په فساد ککړو لاسونو ته ورنشي


د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د بیروت د چاودنې د ساحې د لیدلو پر وخت
د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د بیروت د چاودنې د ساحې د لیدلو پر وخت

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون چې د پنجشنبې په ورځ بیروت ته رسیدلی د ښار په مرکز کې یې یوې ډلې قهرجنو لبنانیانو ته په وینا کې وویل چې د فرانسې مرستې به د فاسدو کسانو لاسونو ته ور نشي.

ښاغلي مکرون د لبنان پر حکومت غږ وکړ چې اصلاحات رامنځ ته کړي او د فساد مخنیوی وکړي. هغه وویل چې د لبنان د ټولو سیاسي قوتونو سره به خبرې وکړي او هغوی ته به د یو نوي سیاسي ميثاق د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړي.

ښاغلی مکرون لومړنی بهرنی مشر دی چې د بیروت د زوروې چاودنې وروسته لبنان ته سفر کوي. د تازه معلوماتو له مخې د بیروت په ساحلي بندر کې په چاودنه کې ۱۴۵ کسان وژل شوي او ۵۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د لبنان یو پیژندل شوي سیاسي مشر ولید جنبلاط د پنجشنبې په ورځ اګست ۶ (زمري ۱۶) د بیروت د مرګنې چاودنې په هکله د نړیوالې پلټنې غږ وکړ او وویل چې په حکومت ”باور نلري“ چې پدې هکله حقیقت ومومي.

ولید جنبلاط چې یو وخت یې د لبنان مشري کوله او اوس یې ګوند په پارلمان کې څوکۍ لري خو په اوسني حکومت کې چې حزب الله یې ملاتړ کوي، ندی شامل، وایي: ”مونږ پر دې واکمن بانډ باندې باور نلرو.“ ښاغلي جنبلاط په لبنان کې د یو بیطرفه حکومت د رامنځ ته کیدو غږ کړی دی.

د لبنان ولس د هیواد حکومت فاسد ګڼي او د اصلاحاتو په رامنځ ته کولو کې یې ناکام بولي. لبنانیانو اوږدې مودې راهیسې د حکومت په ضد پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

د لبنان صدراعظم حسن دیاب پداسې حال کې ددې مرګونې پیښې په وجه درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی چې د هیواد بانکونه د کړکیچ سره مخامخ دي، ددې هیواد د پیسو ارزښت په راکمیدو دی.

د لبنان د اقتصاد وزیر راول نهمه، ویلي هیواد یې ددغه غمیزې سره د مقابلې لپاره ډیرې کمې منابع لري او هیواد یې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري. د اټکل له مخې دغې چاودنې دې هیواد ته ۱۵ میلیارد ډالر تاوان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG