د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوه


محبوبه سراج، د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله
محبوبه سراج، د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله

د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي.

ددغه جایزې د سږکال د کاندیدانو په لیست کې په نړۍ کې د بشري حقونو د څو نورو فعالانو او ملاتړو ادارو نومونه هم شامل دي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (PRIO) چې هر کال د نوبل د سولې جایزې د کاندیدانو نوملړ ترتیبوي، وايي، د بشري حقونو پر مدافعینو تمرکز اړین دی.

ددغه انسټیټیوټ مشر هېنریک اوردال همدارنګه ویلي چې په افغانستان او ایران کې مستبدو رژیمونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه له پامه غورځولي دي.

ښاغلي اوردال له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "سږکال زموږ د لیست په سر کې د بشري حقونو فعالین شته چې د میرمنو لپاره کار کوي، په ځانګړې توګه له افغانستان او ایران څخه محبوبه سراج او نرګس محمدي شامل دي."

د نوبل د سولې جایزې د کاندیدانو د نوملړ د تیارولو دغه مسوول وویل چې په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو، کار او زدکړې دپاره د محبوبه سراج د هلوځلو او د افغانستان په سیاست کې د مېرمنو د ګډون له حق څخه په پراخه کچه د هغې د ملاتړ له مخې یې نوم د کاندیدانو په لیست کې شامل شوی دی.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، سږکال د نوبل د سولې جایزې د نوماندۍ دپاره ورسره له ۳۰۰ تر ۵۰۰ نومونه ثبت شوي، چې د پنځو افرادو او درې ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.

۷۴ کلنه محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دپاره او د اداري فساد په خلاف د مبارزې په کولو مشهوره ده او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواد څخه نده وتلې او په افغانستان کې پاتې ده.

XS
SM
MD
LG