د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ښځه سپینې ماڼۍ ته په زهرو ککړ لیک د استولو په تور ونیول شوه


ویل کیږي‌چې لیک له کاناډا څخه د سپینې ماڼۍ په ادرس استول شوی و
ویل کیږي‌چې لیک له کاناډا څخه د سپینې ماڼۍ په ادرس استول شوی و

یوه ښځه د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډا په سرحد کې په دې تور نیول شوې ده چې په زهرو یو ککړ لیک یې د سپینې ماڼۍ په ادرس استولی دی.

د دغې ښځې هویت لا معلوم شوی نه دی.

اسوشیتډپرس وایي‌ چې دا لیک له کاناډا څخه سپینې ماڼۍ ته استول شوی و، خو د حکومت د لیکونو (مېل) په یو مرکز کې پېژندل شوی دی.

دا لیک د ر «ریسین» په زهري موادو ککړ شوی و. «ریسین» یو زهري بوټی دی چې له یو لړ پروسس وروسته په وژونکې بیولوژیکي وسلې بدلېدای شي.

د دغه بوټي کم مقدار (د سنچاق د سر اندازه) هم د ۳۶ او ۷۲ ساعتونو ترمنځ‌ د یو انسان د مړینې سبب کېدای شي او تر دې دمه یې علاج موندل شوی نه دی.

تر دې مخکې هم ځینو ولسمشرانو او چارواکو ته دا ډول لیکونه استول شوي‌وو.

په ۲۰۱۸ کې د اوتا په ایالت کې یو کس چې ویلیم کلایډ الن نومېږي، تورن شو چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د فدرال نورو چارواکو ته د همدغه بوټي په زهري موادو ککړ لیکونه استولي.

دوه نور کسان بیا ولسمشر اوباما ته په همداسې زهري موادو د ککړو لیکونو د استولو هوډ درلوده چې ونیول شول.

د ۲۰۱۴ د مۍ په میاشت کې د مېسېسېپي ایالت یو اوسېدونکی مخکني ولسمشر بارک اوباما ته په زهري موادو د ککړ لیک د استولو له کبله په ۲۵ کلونو بند محکوم شو.

د همدغه کال د جولاۍ په میاشت کې د تګزاس ایالت یوه هنري څېره بارک اوباما او د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ته په زهري موادو د ککړ لیک د استولو په تور په ۱۸ کلنو بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG