د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ په ادرس په وژونکو زهري موادو ککړ لیک استول شوی 


لا د دغه لیک د استولو په تور څوک نیول شوي نه دي
لا د دغه لیک د استولو په تور څوک نیول شوي نه دي

امریکايي رسنیو د فدرال د یو چارواکي له خولې لیکلي‌ دي یو پاکټ چې د «ریسین» په زهري موادو ککړ شوی و، د سپینې ماڼۍ په ادرس استول شوی دی.

نیویارک ټایمز، سي ان ان او والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې باور کیږي دا لیک د کاناډا څخه استول شوی دی، خو سپینې ماڼۍ ته تر استول کېدو مخکې د حکومت د لیکونو(مېل) په مرکز کې پېژندل شوی دی.

د فدرال تحقیقاتي ادارې په دې اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي اداره او د امریکا د متحدو ایالتونو د پوسته خانې د تحقیقاتو څانګه د هغه مشکوک لیک په اړه تحقیقات کوي چې د امریکا د حکومت د لیکونو یو مرکز ته رسېدلی دی. د اوس لپاره عامه امنیت ته کوم خطر مخامخ نه دی.»

سپینې ماڼۍ او د امریکا د متحدو ایالتونو مخفي ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

«ریسین» یو زهري بوټی دی چې له یو پروسس وروسته په یوې وژونکې بیولوژیکي وسله هم بدلېدای شي. د دغه بوټي کم مقدار (د سنچاق د سر اندازه) هم د ۳۶ او ۷۲ ساعتونو ترمنځ‌ د یو انسان د مړینې سبب کېدای شي او تر دې دمه یې علاج موندل شوی نه دی.

تر دې مخکې هم داسې هڅې شوې وې چې د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ته په دا ډول زهري موادو ککړ لیکونه واستول شي.

په ۲۰۱۸ کې د امریکا د اوتا په ایالت کې یو کس چې ویلیم کلایډ الن نومېږي، تورن شو چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د فدرال نورو چارواکو ته د همدغه بوټي په زهري موادو ککړ لیکونه استول او خطر یې پېښ کړی و. دغه سړی اوس هم بندي دی.

دوه نور کسان بیا ولسمشر اوباما ته په همداسې زهري موادو د ککړو لیکونو د استولو هوډ درلوده چې ونیول شول.

د ۲۰۱۴ د مۍ په میاشت کې د مېسېسېپي ایالت یو اوسېدونکی مخکني ولسمشر بارک اوباما ته په زهري موادو د ککړ لیک د استولو له کبله په ۲۵ کلونو بند محکوم شو.

د همدغه کال د جولاۍ په میاشت کې د تګزاس ایالت یوه هنري څېره بارک اوباما او د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ته په زهري موادو د ککړ لیک د استولو په تور په ۱۸ کلنو بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG