د لاس رسي وړ اتصالات

مجید قرار، د طالبانو ډیجیټلي دښمن


مجید قرار وايي کله یې چې پر ټولنیزو شبکو، د طالب ضد مبارزه پیل کړه، ډېر خلک یې مخالف، خو اوس یې ملګري زیات شوي دي.
مجید قرار وايي کله یې چې پر ټولنیزو شبکو، د طالب ضد مبارزه پیل کړه، ډېر خلک یې مخالف، خو اوس یې ملګري زیات شوي دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو د جګړه ایز ماموریت له پاېلې سره، د افغانستان جګړه افغان ځواکونو او طالبانو ته پاته کیږي. خو له طالبانو سره جګړه یوازې په مورچلو کې او په مرمېو نه کیږي. له هرې چاودنې وروسته خلک د جګړې، جګړه مارو او په ځانګړې توګه د طالبانو خلاف غږ پورته کوي.

دغه راز غږونه کله ژړه غوني وي او کله په بريښنايي تورو کې بیانیږي.

فېسبوک ورځ تر بلې په افغانستان کې پراختېا مومي او د افغانانو د نورو بانډارونو په څېر، فېسبوک کې هم اکثره خبرې د جګړې، سیاست او طالبانو دي.

۳۲ کلن مجیدالله قرار ټوپک نلري خو له طالبانو سره په سخته جګړه کې اخته دی.

ښاغلی قرار په خپلې فیسبوک پاڼې او ټویټر کې نژدې دېرش زره مینه وال او ملګري لري.

د قرار دغه مینه وال په مستقم او ښايي زرګونه نور کسان په غیرمستقم ډول هره لیکنه، تصویر او ویډیو ګوري، نظر پرې ورکوې او له نور سره یې شریکوي.

پر فیسبوک د قرار یوه تازه ویډیو چې، ظاهراْ طالبان په کې په جومات کې دننه له یو بل سره غېږې نیسي او لوبې کوي، نژدې ۲۸۰ کسانو له یو بل سره شریکه کړې، څه باندې ۱۸۰ کسانو پرې تبصرې کړې، سلګونو نورو خوښه کړې او زرګونو نورو بیا لیدلې ده.

د بقا جګړه

قرار امریکا غږ اشنا ته وویل کله یې چې پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو پر ضد مبارزه پیل کړه، له کورنۍ نیولې تر ملګرو پورې یې ټولو مخالفت کاوه، خو اوس وايي چې د دغه کاروان ملګري خورا زیات شوي دي.

هغه وايي "موږ د طالب ضد مبارزه نه کوو، موږ د خپل ژوند د بقا لپاره مبارزه کوو. طالب زموږ او زموږ د ژوند د لومړنیو ضرورتونو، یعنې امنیت، زده کړې، معیشت او دیانت ترمنځ دېوال دی. د خپلې بقا لپاره جنګ د هر چا حق دی او خپل حق، ملي او ټولنیزه وجیبه یې ګڼم. اوس سکوت مات شو، اوس الحمدلله د ترهګرۍ زور اوبه شوی، په لسګونو زره هلکان په زغرده د طالبانو پر ضد اعتراضونه کوي."

مجید قرار وايي د ټولینزو شبکو ترڅنګ "ما د طالبانو پر ضد په سلګونو مقالې لیکلي، پر تلویزیونونو او راډیوګانو مې جدي بحثونه کړي او په دې وروستیو کې مو د همدې هدف لپاره څو لویې غونډې هم وکړې."

تر زرو ورپورته کسانو د طالبانو په اړه پر فیسبوک د مجید قرار یوه وروستۍ ویډیو او لنډې لیکنه لیدلې، خوښه کړې، له نورو سره یې شرېکه کړې او تبصرې پرې کړي دي.
تر زرو ورپورته کسانو د طالبانو په اړه پر فیسبوک د مجید قرار یوه وروستۍ ویډیو او لنډې لیکنه لیدلې، خوښه کړې، له نورو سره یې شرېکه کړې او تبصرې پرې کړي دي.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د فرانسې پر کلتوري مرکز د ځانمرګو بریدونو د یوې ډرامې پر مهالد طالبانو له برید وروسته، طالبانو پر دا ډول مراسمو او فعالانو د بریدونو د روان ساتلو ګواښنه وکړه، خو قرار وايي چې د طالبانو دا ډول ګواښونه هغه ته کومه نوې خبره نه ده.

قرار وايي "د مدني ټولنې، لیکوالو او دیني علماوو اعتراضونه د تروریزم هدف ننګوي. منحیث فرد، دا زما په مبارزه اثر نه کوي، البته، د هغوی پر رسنیو، د هغوی له داخلي حلقو څخه، او له سیمه ییزو طالبانو ډېر ځله خبرېږم چې زموږ د هدف ګرځولو پر سر بحثونه کوي. البته د کورنۍ تر فشارلاندې راوستل، ګواښل، او وېرول معمولي دي. په ټولنیزو رسنیو خو یې تاسې ګورئ، جدي او غیرجدي یې نه معلومېږي کله چې ډېر جدي پوسټونه کوو، ګواښونه ډېر او جدي وي په چټ او پر پاڼوځینې ورځې تر لسو ګواښونه کېږي."

ګرځنده منتقد

دی وايي طالبانو په غزني کې د ده یو ملګری وواژه او له هغه یې یوه پوښتنه دا هم کړې وه چې " مجید قرار پېژني؟ د هغه ملګری يې؟."

مجید قرار وايي ۲۴ ساعتونه ورسره ګرځنده ټیلیفون شته چې انټرنټ هم لري او د هېواد له هرې برخې چې د طالبانو د برید او یا هم کوم بل ترهګریز فعالیت خبر ور ورسیږي، هماغه شېبه یې غندي او نور هم پرې خبروي.

دی وايي په دغې برخې کې یې ډېرې شپې رڼې کړې دي.

هغه وايي دیني مدرسه یې لوستې، بیا د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی او د اسلام اباد له نړیوال پوهنتون څخه یې د عربې ژبې په ادبیاتو کې ماستري کړې ده.

دی په پښتو او درې هم شعرونه وايي چې ځینو سندرغاړو یې شعرونه هم ویلي دي. دی وايي پر پښتو او درې ژبو سربېره، په عربي، انګلیسي او اردو ژبو هم پوهیږي.

مجید الله قرار په غزني کې زیږیدلی دی، په کابل کې ژوند کوي، ډیوه، روښانه او روښان یې اولادونه دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG