په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د څو مهمو پېښو تصویرونه پدې ټولګه کې وګورئ.
د ۲۰۲۲ کال مهمې پیښې

۱
جنوري ۲۰۲۲، په قزاقستان کې د تیلو د بیو د لوړیدو په اعتراض کې پراخې مظاهرې؛ سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د یوې اونۍ لاریونونو په ترڅ کې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه لاریون کوونکي نیول شوي دي.

۲
فبروري ۲۰۲۲، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل وروسته اوکرایني ځواکونو په پایتخت کیف کې سنګر نیولی.

۳
مارچ ۲۰۲۲، د نړۍ ډیرو هېوادونو د ماسک تړل، اجتماعي فاصله، پر راټولېدلو بندیز او داسې نور ځینې هغه محدودیتونه ختم کړل چې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره وضع شوي وو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، ددې ناروغۍ له امله په نړۍ کې د مړو شمېر ۶ میلیونو ته ورسېد.

۴
اپریل ۲۰۲۲، د پاکستان پارلمان عمران خان د صدارت له څوکۍ څخه لرې کړ. هغه له دې پریکړې وروسته په ټول هېواد کې پراخ لاریونونه تنظیم کړل او په نومبر کې په پنجاب ایالت کې د یو لاریون پر مهال په وسله واله برید کې زخمي شو.