د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ د امریکا څخه د افغان میرمنو د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه


ملالې یوسفزۍ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره وکتل.
ملالې یوسفزۍ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره وکتل.

د بشري او نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د امریکا د متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د افغانستان د نجونو او میرمنو قوي ملاتړ دې وکړي.

یوسفزۍ چې په ۲۰۱۲ کال کې پاکستاني طالبانو وویشته خو د برید نه ژوندۍ ووتله، د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۶ (لیندۍ ۱۶) یې په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکین سره وکتل.

هغې وویل، " افغانستان اوس یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې د ثانوې دورې زده کړو حق نلري. هغوي د زده کړو څخه منع شوي."

څلوریشت کلنې ملالې د یوې پنځلس کلنې افغان نجلۍ ستوده د لیک یوه برخه چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ته یې لیکلی هم ووایه. ملالې وویل،" دا د افغان نجونو پیغام دی. مونږ داسې نړۍ غواړو چې نجونې پکې د خوندي او معیاري زده کړو حق ولري."
د ستودې په دغه لیک کې همدغه راز راغلي‌: " تر څو پورې چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وي، هماغومره د راتلونکې لپاره د هغوي (افغان نجونو) هیلې تتوي."

دغې افغانې نجلۍ همدارنګه جمهور رئیس جو بایډن ته په لیک کې لیکلي چې د نجونو تعلیم د سولې او امنیت د راوستلو لپاره یوه قوي وسیله ده او زیاته کړې یې ده چې "که نجوني تعلیم ونکړي، افغانستان به زیانمن شي".

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو راپدیخوا د هلکانو لپاره د ثانوي دورې یا لیسو دروازې پرانیستې دي خو د نجونو لیسې لا هم بندې دي او طالبانو ویلي چې یوازې نارینه ښوونکي کولی شي چې زده کوونکو ته لوست ورکړي.

یوسفزۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره د ملاقات نه وړاندې وویل چې هیله لري متحده ایالات او ملګري ملتونه به په ګډه هر څومره ژر چې امکان ولري اقدام وکړي چې په افغانستان کې نجونې بیرته ښوونځي ته ولاړې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین بیا ملاله یوسفزۍ د نړۍ د ټولو نجونو او میرمنو لپاره الهم بښونکې وبلله او زیاته یې کړه چې "هغه پخپل کار او هلو ځلو ریښتینی بدلون راولي".

XS
SM
MD
LG