د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې او ستیارتي ته د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه


دا لومړی ځل دی چې یوې پاکستانۍ او یو هندي ته په ګډه د نوبل د سولې نړیواله جایزه ورکول کیږي.
دا لومړی ځل دی چې یوې پاکستانۍ او یو هندي ته په ګډه د نوبل د سولې نړیواله جایزه ورکول کیږي.

د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د پاکستان د نجونو د پوهنې فعالې ملالې یوسفزۍ او د هند د ماشومانو د حقونو مبارز کایلاش ستیارتي ته په ګډه، د نوبل جایزه ورکړل شوه.

۱۷ کلنه ملاله تر ټولو ځوانه فعاله او ستیارتي بیا لومړنی هندی فعال دی چې د نوبل جایزه اخلي.

دوی دواړو څه موده مخکې دغه جایزه وګټله چې نن په ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د رسمي مراسمو پرمهال وروسپال شوه.

د جایزې د سپارلو په مراسمو کې د پښتو ژبې وتلي سندرغاړې سردار علي ټکر ملالې ته د " ته بي بي شیرینه يي " جوړه شوې سندره وویله.

د نوبل جایزه ۱.۱ میلیارده ډالره ارزښت لري، دواړه به یې سره ویشي.

ملالې وویل چې اوس د دې وخت دی چې ماشومان تعلیم ته وهڅول او باید په دغه برخه کې کار وشي .

ستیارتي چې د ماشومانو د غلامولو پر ضد کمپاین کوي، بیا وویل چې باید هر ماشوم ازاد او خپلواک وي.

ملالۍ ته د جایزې ورکول وستایل شول

ملالېیوسفزۍ ته د دغه جایزې ورکول به په پاکستان او افغانستان کې د نجونو د تعلیم په برخه کې چې، زرګونه نجونې په کې له تعلیم څخه بې برخې دي ، څه رول ولوبوي؟

دپښتونخوا او د افغانستان د ښځو د حقوقو ځينې فعالین وایي چې د ملالې د نوبل جایزه گټل د ښځو د تعلیم په برخه کې، د ښځو د مبارزې پایله ده.

په پیښور کې د میرمنو د حقونو فعاله ثمرمن الله وایي چې دا مېرمنو د تعلیم د حقونو د ورکولو لپاره د مبارزې پیل دی" دا د ښځو د تعلیم د حق لپاره د مبارزې پیل دی، خو دا ډیر اوږد مزل دی. د جینکو د تعلیم حق په وړاندي په ټولنې کې ډېر خنډونه موجود دي. ورو ورو به دغه حالات ښه شي."

ملالې یوسفزۍ د خیبر پښتونخوا د سوات په درې کې د جینکو د تعلیم لپاره دغه مبارزه پيل کړي وه، خو اوس د هغو ماشومانو د تعلیم لپاره یې یوه اداره جوړه کړې ده چې له زده کړو بې برخي دي.

د ښځو د حقوقو مبارزه سپوږمۍ کاکړ وایي چې د ملالې مبارزه د ټولو افغان مېرمنو لپاره يو ښه مثال دی.

هغه وايي" دا به نه یوازې په پاکستان کې بلکې په افغانستان کې هم د ښځو د تعلیم په برخې باندې مثبته اغیز وکړي. د ملالۍ د مبارزې په بریالۍ کولو کې تر ټولو مهم رول د هغه پلار لوبولی دی، ټولو پلرونو ته په کار ده چې د خپلو لوڼو ننګه وکړي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله او لیکواله صحرا بشرمل وایي " چې د ملالۍ دغه جایزه د پاکستانۍ او افغان نجونو لپاره ډېره هڅوونکې ده."

دا لومړی ځل دی چې یوې پاکستانۍ او یو هندي ته په ګډه د نوبل د سولې نړیواله جایزه ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG