د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله یوسفزۍ: نړۍ باید د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي


د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، نړۍ باید د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره لاس یو کړي.

یوسفزۍ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان خلک، مسلمان هېوادونه او نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د تعلیم او کار د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د دوی تر څنګ ودرېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو حقونه په دوامدار ډول محدود کړي، د نجونو پر مخ منځني او ثانوي ښوونځي تړل شوي، ښځې په حکومتي ادارو کې له کار کولو منع شوي او له نارینه محرم پرته لرې سفر کولو، پارکونو او سپورتي جیمونو ته نه پرېښودل کيږي.

تېره میاشت طالبانو ښځې پوهنتونونو ته له تللو او په غیردولتي موسسو کې له کار کولو څخه منع کړې. د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت یوسفزۍ امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو اقدامات د "اسلام خلاف" دي. هغې په مسلمانو هیوادونو غږ وکړ چې ددغو اقداماتو په ضد غږ پورته کړي.

امریکا غږ: تاسو له نړیوالې ټولنې څه تمه لرئ چې د تعلیم په دې نړیواله ورځ به د افغان ښځو د تعلیم د بنسټیز حق د تضمین لپاره څه وکړي؟

ملاله یوسفزۍ: ټولو خلکو ته مې پیغام دی چې چوپ پاتې نشي او د افغان ښځو تر څنګ ودریږي. افغان میرمنې په نړیواله کچه خپل غږ پورته کوي. دوی په افغانستان کې سړکونو ته راوتلي، د سولې، برابرۍ او عدالت لپاره خپل غږ پورته کوي. له دوی سره ودریږئ او د دوی د تعلیم او کار د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړئ. د افغان نجونو پلرونه او وروڼه هم باید د دوی د حقونو د ملاتړ لپاره راووځي. موږ ټول پوهیږو چې د تعلیم څخه د ښځو منع کول زموږ د کلتور او دین خلاف کار دی. پر دې سربېره په نړیواله کچه مشرانو ته پکار ده چې خپل رول ولوبوي او د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي. مسلمان ملکونه باید د افغان ښځو د حق لپاره سره راټول شي او خپل غږ پورته کړي. دا ځکه چې موږ ټول پوهیږو چې په اسلام کې زده کړه په ټولو فرض ده. دا د ښځو لپاره یو فرض دی. زموږ دين موږ ته د زده کړې لارښوونه کړې او د دې لپاره بايد مسلمان هېوادونه خپل غږ پورته کړي چې دا بنديز د اسلام خلاف دی. نړیوال سازمانونه او مشران باید یو ځای د افغانانو تر څنګ ودریږي.

امریکا غږ: تاسو د داسې یو هېواد راتلونکی څنګه ګورئ چې ښځې پکې له زده کړو منع وي او تقریباً هر څه ته د هغوی لاسرسی محدود وي؟

ملاله یوسفزۍ: افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي. ښځې د کار کولو اجازه نه لري. ښځې له خپلو اساسي انساني او اسلامي حقونو بې برخې شوي دي. زه له خپلو افغان خویندو سره ولاړه یم. په دې موقع چې موږ د ښوونې او روزنې نړیواله ورځ لمانځو، کله چې د تعلیم خبره کوو، باید د افغان نجونو د تعلیم حق په اړه فکر وکړو. که افغان مېرمنې له زده کړو بې برخې شي، دا نه یوازې د دوی بلکې د افغانستان اقتصاد، سولې او سوکالۍ ته زیان رسوي. د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې پر زده کړو بندیز د افغانستان اقتصاد ته ۵.۴ میلیارده ډالره زیان رسوي. نو دا کار سولې او د افغانستان خلکو ته زیان رسوي. موږ باید پدې ورځ افغان میرمنې هیرې نکړو.

امریکا غږ: د افغان مېرمنو دپاره پدې سختو ورځو کې هغوی ته ستاسو پیغام څه دی؟

ملاله یوسفزۍ: زه له خپلو افغان خویندو سره ولاړه یم. زه د دوی زړورتیا ته سلام کوم. دوی د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي. زه هیله لرم چې دوی به د زده کړې، کار او په سیاسي برخه کې د ګډون حق ترلاسه کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به د دوی تر څنګ ودریږي.

XS
SM
MD
LG