د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ملاریا ناروغي پراخه شوې- مسولین


د ملاریا د نړیوالې ورځې اپریل ۲۵ (غوايي پنځمې) په درشل کې، د روغتیا نړیوالو ادارو په پاکستان کې په ملاریا د اخته کېدو او له امله یې د مړینې په کچه کې د "ډیر چټک" زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، تېر کال په پاکستان کې له سختو سیلابونو وروسته چې ددغه هېواد درېیمه برخه یې له اوبو لاندې کړه، د ملاریا پېښې څلور برابره زیاتې شوي او شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق مشر پیټر سنډز ویلي دي چې په افریقايي هیواد ملاوي کې هم سخت اورښتونه په دغه هیواد کې د ملاریا د پیښو د زیاتیدو لامل شوي دي.

سنډز د فرانسې اژانس ته وویل: "هغه څه چې موږ په پاکستان او ملاوي کې لیدلي، د ملاریا په اړه د اقلیم د بدلون د اغیزو ریښتیني شواهد دي... موږ په دواړو هیوادونو کې د ملاریا په ناروغۍ د اخته کېدو او مړینې په کچه کې خورا چټک زیاتوالی لیدلی دی."

هغه وویل چې که څه هم د ملاریا نړیواله ورځ معمولا ددې فرصت وي چې "د ملاریا سره په مبارزه کې پرمختګونه ونمانځل شي"، خو سږکال یې لازمه ګڼلې چې پدې برخه کې "د خطر زنګ ووهي."

د سنډز په وینا، د اقليمي بدلونونو له امله د ملاريا په پېښو کې د پام وړ زياتوالى دا مهال د دې ناروغۍ د مخنيوي دپاره د عاجلو اقداماتو اړتيا په ګوته کوي.

روغتیايي چارواکي وايي، په پاکستان او ملاوي کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیاتو ډنډ شویو اوبو د ملاریا لېږدوونکو غوماشو ته د اوسېدو او زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

سانډز وویل چې د ملاریا په وړاندې مبارزه کې پرمختګ شوی، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم په هره دقیقه کې یو ماشوم د دې ناروغۍ له امله مري.

په ۲۰۲۱ کې، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې د ملاریا شاوخوا ۲۴۷ میلیونه پیښې او له امله یې ۶۱۹ زره د مړینې پېښې ثبت شوي دي.

د بریتانوي درمل جوړونې شرکت (SKG) لخوا د ملاریا ضد واکسین تولید او په تېر کال کې په ګانا، کینیا او ملاوي کې نږدې یو میلیون ماشومانو ته ددغه واکسین تطبیق، د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ ګڼل کیږي.

د R21/Matrix-M په نوم د ملاریا بل واکسین چې د اکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوی، د دې میاشتې په پیل کې په ګانا کې د کارولو لپاره جواز ترلاسه کړ.

خو د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق مشر خبرداری ورکوي چې واکسین باید د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د "قطعي حل" په توګه ونه ګڼل شي.

هغه وايي چې د لوړ لګښت او کافي واکسینونو ته د نه لاسرسي له امله، د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره عام تشخیص او درملنه غوره لاره ده.

د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او امیندواره میرمنې د نورو په پرتله د ملاریا په وړاندې ډیر زیان منونکي دي، او د ملاریا له امله مړینه زیاتره وخت د ناروغ په تشخیص او درملنه کې له ځنډ سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG