د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا کې ٢٧ کاله وروسته بیا د ګوزڼ پېښه ثبت شوې


مالیزیایي مقاماتو د یکشنبې په ورځ دسمبر ٨ (لیندۍ ١٧) په پولیو باندې د یو درې میاشتني ماشوم د اخته کیدو خبر ورکړ.

د مالیزیا روغتیایي چارواکو وویل چې دغه ماشوم د جمعې په ورځ پداسې حال کې روغتون ته انتقال شو چې ډېره تبه یې درلودله او لاسونه او پښې یې ډیرې کمزورې وې.

له ازموینو وروسته څرگنده شوه چې دغه ماشوم د پولیو په ویروس ککړ شوی دی.

د مالیزیا د عامه روغتیا ډایرکټر جنرال نور هشام عبدالله، وویل: "ناروغ د قرنطین په څانگه کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې ښه دی، خو لا هم تنفسي ستونزه لري."

مالیزیا په ۲۰۰۰ کال کې د پولیو نه پاکه اعلان شوه. پدغه هیواد کې د پولیو وروستۍ پیښه په ١٩٩٢ کال کې رپوټ شوې وه.

د افغانستان، پاکستان او نایجریا، پرته د پولیو وحشي ویروس د نړۍ په نورو هیوادونو کې له منځه وړل شوی دی.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ٢٢ او په پاکستان کې ۹۴ پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG