د لاس رسي وړ اتصالات

یو بل باچا د باچاهۍ تخت د مینې نه قربان کړو


د مالیزیا باچا سلطان محمد د باچاهۍ د تخت د پرښودو اعلان د دوو میاشتو د رخصتیو نه وروسته کړیدی.

د هغه په اړه د تیرو څو اونیو راهیسې داسې اوازې خپرې شوي وي چې د روسیې د یوې پخوانۍ د ښکلا د ملکې سره یې د مینې واده کړی او گونې خپله باچاهي به پریږدي.

د مالیزیا ځینو خبري رسنیو د هغه د واده عکسونه هم خپاره کړي و.

د مالیزیا حکومت د دغه رپورټونو په اړه هیڅ تبصره نده کړی.

د مالیزیا په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې یو پاچا د دورې د پوره کیدو نه مخکې پخپله خوښه باچاهي پریږدي. هغه د مالیزیا ١٥ باچا و او د ٦ جنورۍ نه یې دوره ختمه شوه.

مالیزیا په ١٩٥٧ کال کې د برتانیې نه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته پخپل ملک کې قانوني پاچاهت نافذ کړیدی او د دغه ملک نهه ایالتونو مشران په وار وار د پنځو کلونو لپاره د ملک پاچاهي کوي.

د مالیزیا شاهي محل په خپرې شوې اعلامیې کې د سلطان محمد د باچاهۍ د پریښودلو علت ندی لیکلی خو پاچا سلطان د تیرو دوو میاشتو راهیسې د ملک نه بهر و. د هغه د دوو میاشتو د رخصتیۍ نه وروسته د مالیزیا د نهو ایالتونو مشرانو پدی اړه غونډه هم کړي وه.

په تاریخ کې داسې مثالونه موجود دي چې باچاهانو د خپلې مینې نه تخت او دولت قربان کړی وي. د مثال په توگه د انگلستان پخواني باچا ایډورډ (اتم) او د مکاو شهزاده هم د خپلې مینې نه تخت قربان کړی و.

XS
SM
MD
LG