د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د مالي د بریدګرو په ضد د اقدام کولو ګواښ وکړ


ولسمشر اوباما وویل امریکا به د خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد اقدامات زیات کړي.
ولسمشر اوباما وویل امریکا به د خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد اقدامات زیات کړي.

د امریکا ولسمشر اوباما په مالي کې په یو هوټل برید په سختو الفاظو وغنده؛ په دغه برید کې ٢٥ تنه ووژل شول.

اوباما په کولا لمپور کې د جمعې په ورځ د سیمې مشرانو ته په وینا کې وویل چې د بماکو برید به د امریکا د ترهگرۍ په خلاف اقدامات لا زیات او قوي کړي.

ښاغلي اوباما وویل "مونږ د مالي د خلکو سره د ترهگرۍ خلاف او ډیموکراسۍ د ودې ملاتړ کوو. امریکا به د خپلو ملگرو هېوادونو سره د هغو کسانو په خلاف قوي اقدامات وکړي چې په خلکو بریدونه کوي. مونږ به ترهگر ختم او پناه ځایونه يې ړنګ کړو. "

ولسمشر اوباما وویل چې دوی اوس د هغو امریکایانو په هکله معلومات ټولوي چې ویل کیږي د برید پر مهال د ریډیسن بلیو په هوټل کې یرغمل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په برید کې یو امریکایی هم وژل شوی دی؛ په دغه هوټل کی د فرانسې، چین او کانډا اتباع هم وژل شوي دي.

د مالي حکومت د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

د مالي د ولسمشر ابراهیم بوبکر خپل ولس ته په خبرو کې وویل" زه په دغه برید کې د وژل شوو کورنیو ته د خپل هیواد او خلکو تسلیت وړاندې کوم. د مالي خلک دغې پېښې ډېر سخت دردولي اواندیښمن کړي دي بلکې ټوله نړۍ يې غمژنه کړې ده."

د دغه هېواد حکومت له برید ورسته عملیات وکړل او لسگونو یرغمل شوي یې ازاد کړل.

د دغو بریدونو مسولیت د القاعدې پورې تړلې یوې مشکوکې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG