د مالي د اطلاعاتو وزیر وایي د رادیسون بلو په هوټل کې ټول یرغمل شوي کسان آزاد شول. خو تر اوسه د بریدکوونکو او د وژل شویو یرغملو وضیعت لا هم څرگند نه دی.
نن سهار یاغیانو په داسې حال کې د مالي په مرکز کې د رادیسون بلو په هوټل برید وکړ چې اسلامي شعارونه یې ورکول او ډزې یې کولې.
یاغیانو په پیل کې ١٧٠ تنه یرغمل کړل چې بیا درې تنه یرغمل شوي کسان ووژل شول. اوس چارواکي وایي چې ټول یرغمل خوشې شوې دي.
د مالي امنیتي مقامات وایي چې د رادیسون بلو هوټل تر کنترول لاندې دی. د ملگرو ملتونو سوله ساتي وایي چې په پیښه کې ٢٧ تنه وژل شوي دي.
د مالي د اطلاعاتو وزیر په داسې حال کې د یرغمل شویو کسانو د آزادۍ خبره کوي چې لا هم د بریدوکوونکو او یرغملو پوره وضیعت څرگند نه دی.
په دې ترڅ کې د بلجیم مقاماتو ویلي دي چې د دې هیواد یو دیپلومات د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.
د رویترز اژانس ویلي دي چې "المرابطون" اسلامپالې ډلې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دا ډله د افریقا په شمال کې د القاعده شبکې یوه څانگه ده.
د دې ډلې نوم د "مرابطون" اسلامي دولت ته اشاره ده چې د ۱۰۵۶ څخه تر ۱۰۶۰ میلادی کلنونو پورې یې د افریقا په شمال او د اسپانیه په جنوب کې د اندلس پر یوې برخې باندې واکمني کوله.
د امریکا د پوځ ویاند ویلي دي چې په ژغورل شویو کسانو کې شپږ امریکایي اتباع شامل دي.