د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: امریکا په مالي کې پاڅون په کلکه غندي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې واشنګټن په مالي کې "پاڅون" په کلکه غندي.

د مالي جمهور رئیس ابراهیم ابوبکر کیتا، د سه شنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) د هغه هیواد د اردو د شورشي پوځیانو له خوا تر نیول کیدو وروسته استعفا ته اړ شو.

د رویټرز خبري آژانس د راپور په حواله، ښاغلي کیتا د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون څخه په یوې لنډه وینا کې له خپلې دندې استعفا ورکړې او د هغه هیواد پارلمان یې هم منحل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې پيښې یوه ورځ وروسته د مالي له ټولو سیاسي او نظامي لورو غوښتي دي چې د اساسي قانون پر بنسټ د یوه ولاړ حکومت جوړیدو لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي پمپیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:"په مالي کې له ټولو ښکیلو لورو غواړم چې د بیان د آزادي حق او د مالي د اتباعو سوله ایزو غونډو ته د درناوي په رڼا کې ، سوله ایزې خبري پیل کړي او تاوتریخوالي رد کړي."

د کیتا په مشرۍ د مالي حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د دویم ځل لپاره کار پیل کړ او په وروستیو میاشتو کې د اداري فساد، ناسم اقتصادي مدیریت او د ټولنیزو تاوتریخوالو د زیاتیدو له امله له پراخو اعتراضاتو سره مخ شو.

د حکومت ضد معترضانو په وروستیو میاشتو کې د جمهور رئیس کیتا د استعفا غوښتنه کوله.

ملګري ملتونه، د افریقا ټولنه او فرانسه چې په مالي کې پوځي نظامي اډه لري هم په هغه هیواد کې تاوتریخوالي غندلي دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي له قید او شرط پرته د جمهور رئیس کیتا د آزادیدو غوښتنه کړېډه.

XS
SM
MD
LG