د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې ډله ایز قبرونه موندل شوي


ملګرو ملتونو ویلي دي‌چې باید د دغو ډله ایزو قبرونو په اړه شفافې او هر اړخیزې پلتنې وشي
ملګرو ملتونو ویلي دي‌چې باید د دغو ډله ایزو قبرونو په اړه شفافې او هر اړخیزې پلتنې وشي

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي چې په لیبیا کې د ډله ایزو قبرونو د موندل کېدو خبر د دغه سازمان عمومي منشي انتوني ګوتېرز هک حیران کړی دی.

په لیبیا کې چارواکي‌ وايي چې په تېرو څو ورځو کې دغلته یو شمېر ډله ایز قبرونه موندل شوي چې ډېر یې د تارهوانا په ښار کې دي. دا ښار د لیبیا د مرکز طرابلس څخه شاوخوا ۶۵ کیلومېتره لېرې دی.

د تارهونا ښار د لیبیا د حکومت خلاف پاڅون کوونکي، جنرال خلیفه حفتر او د هغه د سرتېرو اصلي مرکز بلل کېده چې تازه له هغوی څخه نیول شوی دی.

د ملګرو ملتونو یو ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې عمومي منشي د دغې پېښې د هر اړخیزې او شفافې پلټنې لارښوونه کړې ده.

نوموړيل وویل: "ملګرو ملتونو همدغه راز په دغه برخه کې د مرستې وړاندیز هم کړی چې دا ډله ایز قبرونه وساتل شي، مړي یې وپېژندل شي، د دوی د مرګ علتونه معلوم شي او جسدونه یې خپلو کورنیو ته واستول شي. "

په همدې حال کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مشر فلیپ نصیف ویلي دي چې یا دې د هغه سازمان او یا دې ملګري ملتونه په خپله ولاړ شي "او ممکنه جنګي جرمونو او نورو ظلمونو په اړه دې شواهد راټول کړي" او یو بهیر دې پیل شي چې عدالت تامین کړي.

د دغو ډله ایزو قبرونو په اړه ډېر جزیات خپاره شوي نه دي او نه هم ویل شوي چې په دغو قبرونو کې څومره کسان ښخ دي او دوی څوک دي.

د لیبیا جګړه

په ۲۰۱۱کې په لیبیا کې د یو پاڅون په ترڅ کې د معمر القذافي حکومتړنګ او نسکور شو او هغه ووژل شو. له هغه را وروسته په دغه هېواد کې کورنۍ جګړېپیل شوي دي.

هلته دا مهال دوه ډلې حاکمې دي او له یو بل سره په جګړه اخته دي.

نړیوال د فایز السراج په مشرۍ د لیبیا «ملي وفاق حکومت» او حکومتي ځواکونو ننګه کوي او روسیه، مصر، اردن او متحده عرب امارات بیا د جنرال خلیفه حفتر تر شا ولاړ دي‌.

په لیبیا له ۲۰۱۵ راپدیخوا دوه «حکومتونه» دي چې په ختیځ کې یې خلیفه حفتر او په لویدیځ کې یې فایز السراج مشري کوي. دغلته په روانو جنګ جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي‌ او ډېر نور خلک بېځایه شوي دي.

څو ورځې مخکې حکومتي ځواکونو اعلان وکړ چې د طرابلس هوایي ډګر یې نیولی اود جنرال خلیفه حفتر ځواکونو ته یې سخت زیان ور اړولی دی.

دالسراج ځواکونو په خپل رسمي فیسبوک کې د طرابلس د هوایي ډګر عکسونه خپاره کړي ووچې په کې په ډزو او راکټونو لګېدلې الوتکې ښکاري. د دغه هوايي ډګر زیاته برخه ورانه شوې او د جګړو په ډګر بدله شوې ده.

د طرابلس د هوایي ډګر تر نیولو دوه ورځې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د لیبیا په جګړه کې ښکیلو اړخونو موافقه کړې چې اوربند به کوي.

XS
SM
MD
LG