د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو تن ته د ۹۰ پرله پسې عمري قیدونو سزا ورکړل شوه


۲۴ کلن پیټریک کروسیوس پدې تورن دی چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۳ تنه په یوې مغازې کې وژلي و.
۲۴ کلن پیټریک کروسیوس پدې تورن دی چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۳ تنه په یوې مغازې کې وژلي و.

په متحده ایالاتو کې یو سپین پوستی امریکايي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ټکزاس ایالت د الپاسو ښار یوې مغازې کې په ډزو کې ۲۳ تنه وژلي و، جمعه جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د محکمې لخوا د ۹۰ پرله پسې عمري قیدونو په سزا محکوم شو.

پیټریک کروسیوس ۲۴ کلن دی او قاضي ویلي چې ښایي د نورې سزا سره هم مخ شي چې یوه یې اعدام ده.

په کروسیوس د کرکې ۵۰ فدرالي تورونه لګیدلي و او هغه پخپل جرم اعتراف کړی.

نوموړي د محکمې د حکم پر وخت د زندان ځانګړې جامې اغوستې وې او پښې او لاسونه یې په زولنو تړل شوي و. ‌د قاضي د حکم له مخې دا ۲۴ کلن سپین پوستی امریکایي به د کلوراډو ایالت په یو زندان کې بندي وي چې تر ټولو سخت امنیتي تدابیر لري.

کروسیوس دا برید په ۲۰۱۹ کال کې د الپاسو ښار چې د مکسیکو پولې سره نږدې پروت دی د والمارټ په مغازې کې کړی و او په برید کې ډیر وژل شوي او ټپي شوي کسان هسپانوي نژاده و.

د پولیسو په راپور کې ویل شوي چې دې برید کوونکي د خپل کور څخه تقریباً ۷۰۰ میله مزل په موټر کې پدې خاطر کړی و چې ځان هغې سیمې ته ورسوي چې ډیری اوسیدونکي یې هسپانویان دي او د برید څخه وړاندې یې په ټولنیزو شبکو کې په "هسپانویانو د یرغل" کولو خبرداری ورکړی و.

دې سپین پوستي امریکایي د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې وروسته تر هغه خپله ګناه ومنله چې فدرالي څارنوالانو وویل د مرګ سزا به نه ورکول کیږي خو داسې ځل د ټکزاس ایالتي څارنوالانو ویلي کله چې ایالتي محکمې ته وړاندې کیږي، د هغه لپاره به د مرګ سزا وغواړي.

تر اوسه نده معلومه چې کروسیوس به څه وخت د ټکزاس په ایالت کې چې دا برید پکې شوی، محاکمه شي.

د پیټریک مدافع وکیل جو سپینسر په محکمې کې قاضي ته وویل چې مؤکل یې "له کاره لویدلي ماغزه" لري او تر څنګ یې دا هم وویل چې هغه د حقیقت خلاف فکر لري چې له کبله یې خیالي فکرونه ورته پیدا کیږي.

سره لدې چې د محکمې د حکم څخه وړاندې پدې برید کې د وژل شويو او ټپي شويو کسانو خپل خپلوانو خبرې وکړلې او د قاضي لخوا د حکم اورولو پر وخت یې هم ځیني په محکمې کې و، خو پخپله د پیټریک د کورنۍ هیڅوک محمکمې ته نه و راغلي.

XS
SM
MD
LG