د لاس رسي وړ اتصالات

په پتلون کې د مارانو قاچاق کوونکی ونیول شو


د چین د قوانینو له مخې، دغه هېواد ته د نااشنا حیواناتو لیږدول منع دي.  
د چین د قوانینو له مخې، دغه هېواد ته د نااشنا حیواناتو لیږدول منع دي.  

د چین د ګمرکاتو پولیسو یو سړی نیولی چې لږ تر لږه ۱۰۰ ژوندي ماران یې په خپل پتلانه کې پټ کړي وو او غوښتل یې چې له هانګ کانګ څخه یې مرکزي چین ته قاچاق کړي.

د چین د ګمرکاتو د ادارې د سه شنبې د ورځې جولای نهمې (چنګاښ ۱۹) په خبرپاڼه کې ددغه سړي نوم ندی ښودلی خو ویل شوي چې هغه د هانګ کانګ له خومختاره سیمې څخه د چین شینژين ښار ته د اوښتلو پر مهال نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د تالاشۍ پر مهال پولیسو ددغه سړي د پتلانه په جیبونو کې شپږ کڅوړې وموندلې چې خولې یې په ټېپ تړل شوې وې."

خبرپاڼه زیاتوي چې ددغو کڅوړو له پرانیستلو وروسته وموندل شول چې د مختلفو ډولونو، اندازو او رنګونو ماران پکې ځای په ځای شوي وو.

پولیسو ویلي له دغو کڅوړو څخه په مجموعي ډول ۱۰۴ بیلابیل ډولونه ژوندي ماران ترلاسه شوي چې زیاتره یې ددې سیمې ځايي ماران ندي.

په یوه خپره شوې ویډیو کې دوه سرحدي پولیس ښودل شوي چې د سرو، ګلابي او سپینو مارانو ډکې پلاستیکي کڅوړې یې په لاس کې دي.

په چین کې د نړۍ د نورو برخو په پرتله د حیواناتو قاچاق زیات دی خو په وروستیو کلونو کې چینايي مقاماتو د حیواناتو د ناقانونه لیږدولو په خلاف ګامونه اوچت کړي دي.

د چین د ناروغیو د کنترول د قوانینو له مخې، دغه هېواد ته د ژوندیو نااشنا حیواناتو لیږدول منع دي.

د ګمرکاتو د ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي "هغه کسان چې د مقرراتو خلاف اقدام کوي، د قانون سره سم سزا ویني" خو دا ندي ویل شوي چې د مارانو قاچاق کوونکي ته به څه سزا ورکول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG