د لاس رسي وړ اتصالات

یو کس په امریکا کې د ځان په ګډون خپلې درې لوڼې ووژلې


چارواکي وایي یوه کس د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۸ (کب ۹) د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت د سکرامنټو ښار په یوې کلیسا کې خپلې درې لوڼې، له هغوی سره مل کس او ځان وژلی دی.

د یادې سیمې د پولیسو یو مسول روډ ګراسمن وایي چې هغوی په سیمه ایز وخت په پنځو بجو د کالیفورنیا ایالت د سکرامنټو له یوې کلیسا څخه د ډزو راپور ترلاسه کړ او پولیس سیمې ته په رسیدو د بریدګر په ګډون د پنځو کسانو مړي پیدا کړل.

د ښاغلي ګراسمن په وینا وژل شويو نجونو ۹ ، ۱۰ او ۱۳ کاله عمر درلود. پولیسو ویلي دي چې بریدګر له خپلې میرمنې جلا شوی وو.

د کالیفورنیا والي کیفن نیوسم په یوه ټویټ کې څرګنده کړې:" په امریکا کې د وسلو د تاوتریخوالي یو بل بې معنی عمل. زموږ په ګاونډ کې، له ماشومانو سره په یوې کلیسا کې. په بشپړ ډول زه بږنونکې."

څیړونکي په دې باور دی چې ډزي په داسې وخت کې شوي چې د نجونو سره د څار لپاره یو کس هم وو او څلورم وژل شوی کس هم همدا څارونکی دی.

د بریدګر نوم تر اوسه ندی ښودل شوی خو چارواکي وايی هغه د برید پرمهال ۳۹ کاله عمر درلود.

ګراسمن وویل د کلیسا یوه کارکوونکي‌ کله چې د ډزو غږ واورید د پولیسو ۹۱۱ شمیرې ته یې زنګ وواهه ، د هغه په وینا هغوی د پیښې د علت په اړه څیړني پیل کړي خو داسې ویل کیږي چې دا به د کورني تاوتریخوالی پيښه وي.

د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، ددې هیواد اتباع د وسلې د درلودلو حق لري، خو دا موضوع تل د یوه جنجالي سیاسي بحث په توګه پاتې شوې ده، ځکه هر کال د یاد هیواد په بیلابیلو برخو کې په زرګونه کسان د وسلو د تاوتریخوالو له امله مړه او ټپیان کیږي.

XS
SM
MD
LG