د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک ښار په ډزو کې څلور تنه وژل شوي


د نیویارک ښار د بروکلین سیمه چې ډزې په کې شوي
د نیویارک ښار د بروکلین سیمه چې ډزې په کې شوي

د نیویارک پولیس وایي لږ تر لږه څلور تنه په ډزو کې وژل شوي دي.

دغه پیښه کې د نیویارک د بروکلین په سیمه کې په یو کلپ کې شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه ددغو ډزو علت چې د شنبې په ورځ (اکتوبر ١٢) د سهار په شاوخوا اوه بجو وشوې ندی څرگند شوی.

تر اوسه هیڅ شخص پدې اړوند ندی نیول شوی.

د نیویارک ښار د پولیسو په وینا د هغو دریو تنو وضعیت چې پدې پیښه کې ټپیان شوي ښه ندي.

په امریکا کې وسله وال تاوتریخوالی یو دوامداره اندیښنه ده او پدې وروستیو کې د وسلو پر خرڅلاو باندې د بندیز لگول په جدي سیاسي بحثونو بدل شوی دی.

دغه بحث د امریکا د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د نوماندانو ترمنځ په مناظرو کې هم یوه توده موضوع ده.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د دموکرات گوند یو شمیر نوماندانو ژمنه کړې چې د بریالیتوب په صورت کې به د وسلو پر خرڅلاو او رانیولو باندې جدي محدودیتونه ولگوي.

پدې وروستیو کې د امریکا په تکزاس ایالت کې په وسله وال تاوتریخوالي کې ٢٢ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG