د لاس رسي وړ اتصالات

د لاتینې امریکا له لارې متحده ایالاتو ته د سلګونو افغانانو خطرناک سفر


په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې د برازیل له لارې، امریکا ته په ناقانونه توګه د افغان پناه غوښتونکو راتګ زیات شوی دی. ډیر شمیر افغانان په بشري ویزو برازیل ته ځي، له هغه ځایه په موټرو او پلي مزل باندې له شاوخوا ۱۱ هیوادونو څخه تر تېرېدو وروسته ځانونه د امریکا متحده ایالاتو ته رسوي.

جمشید نبي زاده او میرمن یې ناهیده نبي زاده د همدې کډوالو له جملې څخه دي او وايي د سفر تر ټولو سخته برخه یې د کولمبیا او پاناما ترمنځ له یوه ځنګله څخه تیریدل وو.

نبي زاده رویټرز خبري اژانس ته وویل: "کله چې دغه ځنګله ته ورسېدو، لومړۍ ورځ ښه وه خو په دهمه ورځ وږې شوو. خواړه او اوبه مو تمامې شوې."

د جوړه وايي،‌ په ۱۵۰ ډالرو یې یو سیمه ایز لارښود ونیو چې دوی یې په اوله ورځ کې له ۱۲ ساعته سفر وروسته په نیمه لار کې پرېښودل. په درېیمه شپه له سیند څخه اوبه راواوښتې د دوی لاسي څراغ او نور وسایل یې یوړل، وروسته بیا غلو ورڅخه ۲۰۰ ډالر وشکول. له ځنګله څخه تر تیرېدو وروسته د پاناما عسکرو نیول، جامې، ډوډۍ او اوبه یې ورکړلې له هغه وروسته یې په یوه بس موټر کې کوستاریکا او له هغه وروسته يې د مکسیکو په لور سفر پیل کړ.

نبي زاده وايي ښځه یې امیدواره وه او په لاره کې له سختو ستونزو سره مخامخ وه.

جمشید نبي زاده او د هغه میرمن ناهیده نبي زاده له برازیل څخه تر امریکا خطرناک مزل وهلی دی.
جمشید نبي زاده او د هغه میرمن ناهیده نبي زاده له برازیل څخه تر امریکا خطرناک مزل وهلی دی.

برازیل د تېر کال راهیسې افغان کډوالو ته شاوخوا ۶۰۰۰ بشري ویزې منظورې کړې دي. خو د اکتوبر په میاشت کې د برازیل چاواکو وویل چې د دوی د تمې خلاف په سلګونو افغانان ددغه هېواد د ساو پاولو هوايي ډګر ته راغلي او د هوايي ډګر په ترمینل کې دېره شوي دي.

که څه هم برازیل ته تللیو یو شمېر افغانانو د برازیل له حکومت څخه د کار او سرپناه غوښتنه کوله خو یو شمېر نورو یې ښايي امریکا ته د رسېدو لارې غوره کړې وي.

الیاس عثماني هم د برازیل له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته راغلی او د خپل اوږده مزل کیسه کوي.

هغه وویل: په زینه باندې د امریکا او مکسیکو ترمنځ له دوه دیوالونو څخه راتیر شولو، شپه مو هلته تیره کړه، د امریکا د سرحدي ګزمې عسکر راغلل لږ اوبه او کمپلې یې راکړې او وې ویل چې سبا به سره خبرې کوو، شپه ډیره سړه وه، اور مو ولګاوه او ترسهاره مو ځان ورباندې تود وساته."

عثماني تیرکال د اکتوبر په میاشت کې له ایران څخه برازیل ته او له هغه ځایه امریکا ته راغلی، اوس د کلیفورنیا د سندیاګو په ښار کې اوسیږي او هیله لري چې د اسنادو کار یې ژر تکمیل شي.

عثماني او امریکا ته نور راغلي کډوال وايي له امریکايي ځواکونو او پخواني حکومت سره د کار کولو له امله یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی او له همدې امله له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې هکله د رویټرز پوښتنو ته ځواب و نه وایه، خو له دې وړاندې یې ویلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو کوردی او د ټولو لپاره خوندي دی.

د امریکا د کورني امنیت د وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې شاوخوا ۸۸۵۰۰ افغانان په امریکا کې میشت شویدي. یو زیات شمیر نورو د بشري خواخوږۍ له مخې امریکا ته د راتګ لپاره د ویزو درخواستونه ورکړي دي. د بشري خواخوږۍ د ۵۱ زره درخواستونو څخه تر دې دمه یوازې ۶۰۰ منل شویدي.

XS
SM
MD
LG