د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې په یوې قوي زلزلې کې ۱۴۲ تنه مړه دي


د اندونیزیا چارواکي وایي په زلزلې کې ګڼ نور کسان ژوبل شوي دي او سلګونه کورونه وران او ویجاړ شوي هم دي.

تر دې دمه د ۱۴۲ کسان مرګ تاید شوی دی او ژغورنې ډلې لا هم یو شمېر ځپل شویو سیمو ته رسېدلي نه دي. تر ۲۰۰ زیات زخمیان دي.

دا په یوې اونۍ کې دویمه خطرناکه زلزله ده چې په دغه هېواد کې کیږي. د تېرې میاشتې په ۲۹ تاریخ کې یوې بلې زلزلې ۱۶ تنه مړه کړل.

زلزله چې قوت یې د ریکتر په اندازه ٧ درجې وه، د لمبوک په سیمه کې شوې ده.

چارواکي وایي کیدی شي د مړو شمیر زیات شي ځکه ځینې ودانۍ راغورځیدلې دي او د خاورو خځلو لیرې کولو نه وروسته به د مړیو او زخمیانو د شمیر پوره اندازه وشي.

دغې قوي زلزلې سیلانیان او اوسیدونکي هم سخت وارخطا کړیدي. د اندونیزیا د کورنیو چارو وزیر کی شانموگام چې د زلزلې په وخت په لمبوک کې موجود و، په خپل فیس بک ولیکل چې کله زلزله وه نو په خپل ځاې ودریدل مشکل و.

هغه وویل چې د هوټل د ودانۍ په دیوالونو کې چاوونه شویدي او په دغه سیمه کې د زلزلې په وخت برق هم قطع شوې و.

ځایي رسنۍ وایي چې د لمبوک زیاتره سیمې کې برق قطع شو. د اندونیزیا حکومت د خلکو غوښتي چې د سمندر نه دې لیرې وسي.

XS
SM
MD
LG