د لاس رسي وړ اتصالات

هر څوک چې د پښتنو د حق لپاره غږ اوچتوي وژل کیږي- منظور پښتین


د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دغه غورځنګ د ملاتړي پولیس افسر په وژلو پاکستاني (ریاست) تورن کړ.

منظور پښتین په پېښور کې د طاهر داوړ د جنازې په مراسمو کې تور ولګوه چې ښاغلی داوړ د پاکستاني ریاست تر واک لاندې وژل شوی. ښاغلي پښتین امریکا غږ ته وویل چې ریاست د ځان د سپینولو په خاطر د ښاغلي داوړ مړی هلته غورځولی و.

نوموړي وویل "چې طاهر داوړ په کومې انتحاري حملې کې نه دی وژل شوی او نه هم د چا لخوا په نښه شوی دی. داوړ د هغه له کور څخه ویستل شوی او بیا وژل شوی." ښاغلي پښتین په ښکاره د پاکستان د حکومت نوم وانخیست دا یې وویل چې په اسلام آباد کې یواځې د پاکستان د دولت واک چلیږي او یواځې د پاکستان دولت کولی شي دغسې یو کار وکړي.

هغه د اسلام آباد د سختو امنیتو تدابیرو ته په اشارې وویل چې په دغه سیمه کې ګن شمیر جنرالان، وزیران او د دولت نور جګ پوړي چارواکي اوسیږي او دا څنګه امکان لري چې یو پښتون افسر دې په کې ورک او بیا ووژل شي؟

هغه وویل " هغه کسان چې د پښتنو د حق غوښتنه کوي، له دغې خاورې څخه ورکیږي او وژل کیږي، نه خو ورته اسلام آباد خوندي دی، نه کراچی او نه هم پيښور او وزیرستان. "

ښاغلي پښتین د پاکستان د دولت نه وغوښتل چې د "پښتنو وژل دې پریږدي او دوی ته دې انصاف ورکړي او که چیرته ریاست خپلو کړنو ته ادامه ورکړي نو بیا پښتانه د خپل حق غوښتلو او ځان ته د انصاف ورکولو په چل ښه پوهیږي. "


طاهر داوړ چې د پي ټي ام کلک ملاتړی و، شاوخو دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې وتښتول شو او بیا یې مړی ډېورېنډ ته نژدې په ننګرهار کې وموندل شو. د ننګرهار قومي مشرانو د هغه مړی د ډېورېنډ د بلې غاړې قومي مشرانو ته وسپاره. منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د هغه مړی دې په خپله انتقال کړي. پاکستان د ښاغلي داوړ د وژلو د قضیې د څېړلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG