د منظورپښتین په مشرۍ د پښتنو د تحفظ غورځنگ د احتجاجونو او غونډو لړۍ کویټه ته هم رسیدلي ده.
د کوېټه د غونډې په هکله چې پکې په زرگونو نارینو او ښځو گډون کړی و، هغه وویل چې دغه بدلون د پښتنو ضرورت دی.
ښاغلي پښتین امریکا غږ ته وویل چې خپلې هلې ځلې به روانې وساتي او دا چې څومره مشکلات زیاتیږي هغومره ورسره د هغوي حوصله هم زیاتیږي
پام وکړه د منظور پښتین سره د امریکا غږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکې ته
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.