د لاس رسي وړ اتصالات

پر منظور پشتین بندیز ته غبرګونونه


منظور پشتون اسلام اباد ته په لاره
منظور پشتون اسلام اباد ته په لاره

یو شمیر پښتنو فعالینو د بلوچستان پر ایالتي حکومت نیوکه کړې چې د طالبانو د کویټي پر شورا بندیز نه لګوي خو پر منظور پښتین یې لګوي.

د بلوچستان ایالتي حکومت د دوشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین د بلوچستان ایالت ته له تللو منع کړ او اجازه یې ورنکړه چې په کویټه کې له الوتکې ښکته شي.

دغه بندیز ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر پښتنو فعالینو غبرګون ښوولې دې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړي محسن داوړ په خپل ټویټر کې لیکلي چې منظور پشتین چې د بلوچانو پرلت کې د برخه اخیستلو لپاره کویټې ته تللی و، د دغه بندیز له امله له لارې راګرځول شوی او د ځایي مقاماتو له خوا ورته ویل شوي چې هغه نشي کولای د بلوچستان خاورې ته داخل شي.

همداراز د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ غړې بشرا ګوهر هم په دغه بندیز باندې غبرګون ښودلی. هغې لیکلي چې په ټول پاکستان کې یواځې پر پښتنو باندې بندیزونو لګیدل کیږي، یواځې د پښتنو نومونه تورو لستونه ته زیاتیږي او یواځې پښتانه په غیر قانوني توګه بنديان کیږي.

افراسیاب خټک بیا د تحریک انصاف د کال ۲۰۱۴ غونډو ته په اشاره کې وویلي چې عمران خان ته اجازه ورکړل شوې وه چې تر ۱۲۶ ورځو پورې د پاکستان په زړه اسلام اباد کې د سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي او له هغه ځایه د دولت د نړلو خبرې وکړي خو د پښتون ژغورنې مشر منظورپشتین ته بیا د هیڅ قسمه سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکول کیږي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ بلې غړې، سنا اعجاز هم لیکلي چې منظور پشتین ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې کویټې ته لاړ شي. له هغه ځایه کراچۍ ته لیږل شوی او مونږ دلته په حوزو کې زمونږ خلاف درج شوو شکایتونو په شمارلو او پاکولو اخته یو. مونږ د بشر د حقونو ورځ په پاکستان کې داسې ولمانځله.

پر منظور پشتین باندې دغه بندیز په داسې حال کې لږول شوی چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG