د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین: مونږ هر وخت مذاکراتو ته تیار یو


د پښتون تحفظ تح‏ریک مشر منظور پښتین وایي چې هغوي د مذاکراتو نه چیرته هم انکار ندی کړی او هر وخت خبرو ته تیار دي

منظور پښتین دغه څرگندونې د امریکاغږ د هغه پوښتنې په ځواب کې کړیدي چې د حکومت د مذاکراتو اعلان ته یې څه ځواب ویلی دی. هغه وویل: "زمونږ سره تر اوسه لا چا تماس ندی نیولی خو مونږ هر وخت مذاکراتو ته تیار یو. مونږ نه پخوا د مذاکراتو نه انکار کړیدی او نه به اینده وکړو."

د پاکستان حکومت د فرورۍ په ١٣ اعلان کړی و چې د پي ټي ایم سره به د خبرو لپاره یوه ډله جوړوي.

د خېبر پښتونخوا د قبايلي سیمو لپاره د وزير اعلی سلاکار اجمل وزير پدغه لړ کې ويلي و چې د پي ټي ایم سره د خبرو لپاره د قبايلي علاقو نه د ټاکل شویو د قومي اسمبلۍ او د سنا د غړو په ګډون يوه مشاورتې کميټه جوړه شوېده او دغه کمېټه به د غورځنګ د مشرانو سره د خبرو لپاره یوه غونډه وکړي.

منظور پښتین امریکاغږ ته وویل چې د پښتونخوا حکومت یواځې د قبایلي سیمو د مسلو په اړه دغه جرگه جوړوي خو د پښتنو مسلې یواځې د دغو سیمو پورې محدودې نه دي. هغه وویل:"یواځې دیته حیرانه یم چې د پښتنو مسلې خو په سند، بلوچستان او پنجاب کې هم دي نو دا به هر ځاې صوبایي کمیټې جوړیږي."

د تحریک یو بل مخکښ اساس ایښودونکی او د پارلمان غړی محسن داوړ هم امریکا غږ ته وویل چې دوي هر وخت مذاکرات غواړي. هغه وویل چې پي ټي ایم د عدم تشدد یو تح‏ریک دی او په خبرو باور لري.

محسن داوړ زیاته کړه: "که دوي جدي مذاکرات غواړي نو پکار ده چې د ټول پاکستان حکومتي استاځي پکې گډون وکړي ځکه د پښتون مسله یواځې په قبایلي سیمو کې نه ده."

محسن داوړ هم وویل چې که د پاکستان په اساسي قانون عمل وشي نو د مذاکزاتو ضرورت هم نشته.

د پاکستان د پوځ او د تحریک ترمنځ اړیکې په وروستیو کې د هغې نه وروسته چې ارمان لوڼی ووژل شو، لا نورې خرابې شویدی.

د پښتون تحریک د پیلیدو نه وروسته د حکومت د استاځو او د تحریک د غړیو ترمنځ جرگه شوې وه خو پي ټي ایم ویلي و چې دغه جرگه هیڅ واک نه لري او د هغوي سره خبرې کول فایده نه لري.

XS
SM
MD
LG