د لاس رسي وړ اتصالات

ماویست یاغیانو ۲۲ هندي پوځیان وژلي


هندي مقامات وایي ماویست یاغیانو په چتیسګر ایالت کې په یوه نښته کې د هند پولیسو او نیمه يوځي ځواکونو ۲۲ منسوبین وژلي او ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو مقاماتو ویلي چې دا په تیرو څلورو کلونو کې د ماویست یاغیانو تر ټولو خونړی کمین دی.

پولیس همداشان وایي چې شاوخوا ۲۰۰۰ هندي ځواکونه د بیجپور په ساجه کې د ماویست یاغیانو د یو مشر په لټه بوخت وو چې تیره ورځ ددغو یاغیانو د کمین سره مخامخ شول.

مقاماتو ویلي چې نښتې درې ساعته دوام درلود او تر نن یکشنبې اپریل څلورمې پورې د مرکګ ژوبلې دقیقې شمیرې ندي څرګندې شوي.

د چتیسګر پولیسو وویل چې په لسکونو هندي سرتیري لاهم بې درکه دي او په دغه نښته کې یو شمیر ماویست یاغیان هم وژل شوي دي.

د هندي مقاماتو د رسمي معلوماتو په اساس یاغیانو د هندي قواو وسلې، مهمات، یونیفورمونه او حتی بوټونه له ځانه سره وړي دي.

د هند صدراغظم نرندرا مودي په خپل ټویټر لیکلي دي چې ددغو سرتیري به هیر نشي.

ماویست یاغیانو په ۲۰۰۷ کال کې د هند ۲۵ کماندو سرتیري په یو برید کې وژلي وو.

تیر کال هم شاوخوا ۳۰۰ ماوړیست یاغیانو د پولیسو او کمانډو ځواکونو پر یوه ګزمه برید کړی و او ۱۷ سرتیري یې وژلي وو.

ماویست یاغیان چې ادعا کوي د فقیرو او ناداره کیلوالو لپاره مبارزه کوي د ۱۹۶۰ کلونو راهیسې د هند د امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي؛ هغه جګړه چې تر اوسه د زرګونو کسانو د وژنې سبب شوې ده.

XS
SM
MD
LG