د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خفیه پولیس د ولسمشر ټرمپ په استوګنځي کې یو وسله وال کس په ډزو وواژه

د قانون پلي کوونکي چارواکي وايي چې د امریکا د پټو خدماتو ادارې او د سیمه ییز پولیس مرستیال د یکشنبې په سهار د فبرورۍ په ۲۲مه په فلوریډا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مار-ا-لاګو استوګنځای کې یو وسله وال کس په ډزو وواژه.

ولسمشر ټرمپ د دغې پېښې په مهال په خپل استوګنځي کې نه و.

د خفیه پولیسو ویاند وویل چې افسران د دغه استوګنځي شمالي دروازې ته نږدې د یو ۲۱ کلن سړي سره مخ شول چې ورسره ټوپک او د تیلو یوه ډبه وه.

د پام بیچ د سیمې پولیس ریک براډشا وویل چې افسرانو دغه سړي ته امر وکړ چې توکي وغورځوي، په دې وخت کې هغه د تیلو ډبه وغورځوله او د ټوپک خوله یې افسرانو ته واړوله.

براډشا وویل، افسرانو په سړي ډزې وکړې، او هغه د پيښې په ځای کې مړ شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي، "په نیمه شپه کې، کله چې اکثره امریکایان ویده وو، د متحدو ایالتونو خفیه پولیسو په چټکۍ او قاطع ډول عمل وکړ ترڅو یو لیونی کس چې په ټوپک او د تیلو په ډبې سمبال و او د ولسمشر ټرمپ کور ته ننوتلی و، له پښو وغورځوي."

اف بي آي په دې اړه د تحقیقاتو مشري کوي.

د چارواکو په وینا دغه ۲۱ کلن سړی د شمالي کارولینا اوسېدونکی دی. د دغه ایالت سیمه ییزو پولیسو څانګې په فیسبوک کې ویلي چې د کورنۍ یوه غړي یې د هغه د ورکیدو راپور ورکړی دی.

خفیه پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې د دوی هیڅ کارمند ته زيان ندی رسېدلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG