د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۳) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.
دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي.
ډ ملګرو ملتونو د ۸۱مې کلنۍ عمومي غونډې په مهال د روبیو او لاوروف کتنه په داسې حال کې ترسره شوه چې په وروستیو اونیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري.
دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د یو بل د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه زیات کړې دي. د رویټرز د راپور له مخې، روسیې د چهارشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله کیف په نښه کړ چې له امله یې د اورګاډي زیربناوو، ګودامونو او د سونګ زېرمو ته زیان واوښت. بل لور ته، اوکراین هم په وروستیو ورځو کې د روسیې دننه د نفتو تاسیسات په نښه کړي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل حکومت د دوهمې دورې له پیل راهیسې څو ځله ویلي چې د روسیې او اوکراین جګړه «باید هېڅکله نه وای پیل شوې» او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده. ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې ولادیمیر پوتین باید جګړه پای ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ همدارنګه له ولادیمیر زیلینسکي سره په لیدنه کې وویل چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لارې موندلو هڅه کوي، او د ده په باور روسیه او اوکراین دواړه غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي.
کرملین د روبیو او لاوروف تر لیدنې څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې د اوکراین د سولې د خبرو په اړه د مسکو دریځ نه دی بدل شوی او اوسمهال د دغو خبرو د پیل لپاره لازم شرایط نه شته، خو روسیه لا هم وايي چې خبرو ته چمتو ده.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: «اوس مهال د سولې خبرو اترو د پیل لپاره لازم شرایط نه شته، خو موږ د روسیې د لوري په توګه لا هم د سولې خبرو ته چمتو یو.»
پیسکوف دا هم وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د احتمالي لیدنې په اړه د روسیې دریځ نه دی بدل شوی. کرملین ویلي چې زیلینسکي کولای شي د داسې لیدنې لپاره مسکو ته ولاړ شي، خو اوکرایني چارواکو دغه وړاندیز څو ځله رد کړی او غوښتنه یې کړې چې هر ډول مستقیمه لیدنه دې په یوه بې پرې هېواد کې ترسره شي.
زیلینسکي د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته وویل چې له ټرمپ او پوتین سره درې اړخیزې غونډې ته چمتو دی، او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا وکولای شي مسکو بېرته د مذاکراتو مېز ته راولي.
هغه دا هم وویل چې کیف چمتو دی له روسیې سره د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په اړه متقابل هوکړې ته ورسېږي، هغه موضوع چې په وروستیو اونیو کې د دواړو خواوو د بریدونو له زیاتېدو سره لا مهمه شوې ده.
د روسیې او اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوه. په وروستیو میاشتو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو تر اوسه کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.
روبیو او لاوروف تر دې وړاندې هم څو ځله لیدلي دي. په نیویارک کې له کتنې مخکې د هغوی وروستۍ لیدنه د جولای په ۲۳مه د فلیپین په مانیلا کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ترسره شوې وه.
فورم \ دبحث خونه