د لاس رسي وړ اتصالات

د 'ماري انتوانت' غوږوالۍ په ٣٦ میلیون ډالرو وپلورل شوه


د ماري انتوانت غوږوالۍ
د ماري انتوانت غوږوالۍ

د فرانسې د پخوانۍ مشهورې ملکې ماري انتوانت د طبیعي مرغللې غوږوالۍ د چارشنبې په ورځ د سویس په ژنیو ښار کې په یو بیساري لیلام کې په ٣٦ میلیونو ډالرو وپلورل شوه.

د زیوراتو د لیلام د مقاماتو په وینا د مرغللو په لیلام کې چې تر اوسه شوي دي د "ماري انتوانت" غوږوالۍ ریکارډ مات کړ.

د اسوشیتید پریس اژانس په راپور کې ویل شوي چې "د فرانسې د ملکې ماري انتوانت مرغلله" چې د ١٨ پیړۍ الماس ته ورته یوه غوږوالۍ ده په هغو گاڼؤ کې وه چې د ساتبي لیلام خانې د "بوربن-پارما" د سلسلې نه په ژنیو کې لیلام ته ایښې وې.

د ماري انتوانت یو شمیر گاڼې د ٢٠٠ کالو راهیسې تر ننه پورې چیرنه نه وې لیدل شوې. د ماري انتوانت گاڼې د سلطنتي کورنۍ مجلل او اشرافي ژوند په گوته کوي.

ماري انتوانت د فرانسې د ستر انقلاب دمخه د هغه هیواد وروستنۍ ملکه وه. هغه د روم د مقدسې امپراتورۍ د امپراتور لومړي فرانتس او د اتریش د واکمنې ماریا ترزا لور وه چې په ۱۷۷۰ کال کې یې د د فرانسې د شهزاده لویي سره واده وکړ. د واده نه څلور کاله وروسته لویي د فرانسې پاچا شو او ماري انتوانت ملکه شوه. خو د ١٧٩٣ کال په اکتوبر کې د خپل میړه نه نهه میاشتې وروسته یې د پاریس په کنکورد میدان کې غاړه پرې شوه.

ددغې غوږوالۍ بیه له یو میلیون نه تر دوه میلیون ډالرو پورې اټکل شوې وه، خو د لیلام په ورځ په ٣٢ میلیون ډالو خرڅه شوه خو د نورو لگښتونو سره یې بیه ٣٦ میلیون ډالرو ته ورسیده.

د لیلام ځای په وینا ددغې غوږوالۍ نوي خاوند غوښتي چې نوم یې افشا نشي.

XS
SM
MD
LG