د لاس رسي وړ اتصالات

په جگړې کې د وژل شوي پوځي کورنۍ څنگه اختر لمانځي؟


د زیارمل مور وایي، چې حکومت ورسره مرسته نده کړې.
د زیارمل مور وایي، چې حکومت ورسره مرسته نده کړې.

زیارمل هغه افغان سرتیری وه، چې نیږدې یو کال مخکې په هلمند کې د جګړې پر مهال ووژل شو.

پلار نلري. مور او دوه په عمر کشران ورونه یې دا مهال د خپل تره په کور کې اوسیږي.

د زیارمل مور حرم ګله وایي، ویاړي، چې زوې یې د هیواد او خاورې د ساتنې لپاره سر قربان کړی دی، خو حکومت ته هم لازمه ده، چې د شهیدانو د کورنیو پوښتنه وکړي.

زیارمل د وژل کیدو پر مهال ۲۲ کلن وه او شاوخوا دوه نیم کاله یې په اردو کې خدمت کړی وه.

هغه په شپاړس کلنۍ کې غوښتل له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي، خو وړوکی وه او وې نه شول کولی، څه موده وروسته هغه په اردو کې شامل شو.

زیارمل یو کال وړاندې د جګړې پر مهال هلمند کې ووژل شو.

کورنۍ دا مهال له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
مور او دوه واړه ورونه یې د تره په کور کې اوسیږي.

د زیارمل مور وایي، چې حکومت ورسره مرسته نده کړې.

هغه وایي، ویاړ کوي، چې زوې یې د وطن په لار کې سر قربان کړی دی.

XS
SM
MD
LG