امریکاییانو، د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې، د دوشنبې ورځ (د دسمبر ۱۹) د مارټن لوتر کینګ جونیر د ورځ په نوم هغه ته د درناوي په ترڅ کې ونمانځله.
په دې ورځ ټولنې د هغه یاد ته د درناوي په موخه سوله اییز لاریون کوي، د هغه په یاد غونډو کې برخه اخلي او د خیریه او رضاکارو فعالیتونو په تر سره کولو د مدني حقونو دې مشر ته د احترام مراتب پر ځای کوي.
"بېعدالتي هر ځای چې وي، د عدالت لپاره ګواښ دی." دا په امریکا کې د مدني حقونو د نامتو مبارز، فقید مارټن لوتر کینګ، جونیر خبرې دي.
امریکایان د جنورۍ ۱۹مه د هغه په درناوي ملي رخصتي نمانځي.
د هغه په ویاړ د رخصتۍ دا ورځ چې هر کال په جنوري میاشت کې نمانځل کیږي، د مارټن لوتر کینګ جونیر او د برابرۍ او ټولنیزې عدالت لپاره د تشدد نه پرته د هغه د څو لسیزو اوږدې مبارزې څرګندونه کوي، هغه ته د درناوي دپاره ځانګړې شوې ده.
حکومتي دفترونه، ښوونځي، او بازارونه تړلي دي، خو په ډیری ښارونو او کليو کې عامه غونډې، او خیریه مرستې رسونکې خدماتي پروژې پلې فعاله دي.
د تنظیمونکو په وینا، دا ورځ د ټولنو د پیوستون، خیر ښېګڼې او هڅونې لپاره ده.
د ډاکټر کینګ پیغام، د هغه د وژل کیدو نه نیمه پیړۍ وروسته، لاهم امریکاییانو ته الهام بخښي، پداسې حال کې چې دوی د هغه د میراث او د هیواد پر وړاندې د روانو ستونزو په اړه فکر کوي.
مارټن لوتر کینګ په متحده ایالتونو کې د مدني حقونو غورځنګ کې د عدم تشدد د اصل په پلي کولو سره، په هغه وخت کې د نژادي برابرۍ تبلیغ کاوه چې تورپوستي امریکایان یې د بېلتون، جلاوالي او تبعیض قربانیان وو.
کینګ په ۱۹۵۷ کال کې، د امریکا بیلابیلو سیمو ته د یو میلیون کیلومترو څخه ډېر سفر وکړ او خلکو ته یې د ۲۰۰ څخه ډېرې ویناوې واورولې.
د مارټن لوتر کینګ له خوا دا پیغام چې ویل یې د نفرت پر وړاندې مینه ترویج کړئ، په پایله کې په متحده ایالتونو کې د ستر بدلون لامل شو. د هغه خبرې د نړۍ په کچه میلیونونو خلکو واورېدلې.
د هغه له تر ټولو یادګاري مشهورو ویناوو څخه یوه د ۱۹۶۳ کال د اوړي په موسم کې د واشنګټن په تاریخي لاریون کې وه. په دغه غونډه کې له ۲۵۰،۰۰۰ څخه زیات ګډونوال راټول شوي وو.
ډاکټر کینګ د وینا په پیل کې وویل: «موږ باید تل خپله مبارزه د وقار او ډسپلین په لوړه کچه پرمخ یوسو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې زموږ د نوې بڼې نوښتګر اعتراض په فزیکي تاوتریخوالي بدل شي. موږ باید بیا بیا، د جسمي ځواک پر وړاندې د روحي ځواک په کارولو ځان تر ټولو لوړ او باوقاره پوړ ته ورسوو.»
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په خپلې اعلامیې کې وویل:
« نن موږ ډاکټر کینګ د هغه څرګند حقیقت لپاره نمانځو چې امریکاییانو ته ډېر ارزښت لري او هغه دا چې زموږ د پوستکي رنګ یا د زېږېدو ځای هر څه او هر چېري چې وي، موږ ټول د خدای له خوا برابر پیدا شوي یو.»
مارټن لوتر کینګ په ۱۹۶۸ کال کې د یوه ترهګر له خوا ووژل شو. خو د هغه میراث لا هم ژوندی دی.
فورم \ دبحث خونه