د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان هغه پل پرانیست چې آسیا د اروپا سره نښلوي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د داردانل په تړانګې کې د جمعې په ورځ یو ستر ځوړند پول پرانیست چې آسیا د اروپا سره نښلوي.

دا په ترکیه کې د زیربناوو د سترو پروژو څخه یوه ده چې ښاغلي اردوغان په تیرو شلو کالونو کې چې پدې هیواد کې په واک دی، عملي کوي.

د چاناکاله په نامه دا پول د سمندر د لارې آسیا د اروپا سره نښلوي. دا پول د ترکیې او جنوبي کوریا شرکتونو په ګډه جوړ کړی او پرې ۲.۸ ملیارد ډالر لګښت راغلی.

د دې پله دواړه څله دومره د یو بل څخه لیرې دي چې په نړۍ کې ساری نلري.

د ۲۰۲۰ کال راپدیخوا چې د اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند واک ته رسیدلی دا ډول سترې پروژې د ښاغلي اردوغان د لاسته راوړنو لپاره ډیرې مهمې دي.

پدې سترو پروژو کې د استانبول هوایي ډګر، د ریل ګاډۍ پټلۍ او د ځمکې لاندې د ځینو تونلونو جوړول شامل دي.

ښاغلي اردوغان د پله د پرانیستلو په مرسمو کې وویل چې "د دا شان کارونو ګټه به کالونه کالونه دولت ته رسیږي".

هغه زیاته کړه چې دا شان پروژې کولی شي چې هیواد د پانګې اچونې په برخې کې مخکښ کړي.

XS
SM
MD
LG