د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر وايي افغان ځواکونه کم خو غوره دي

افغان ځانگړي ځواکونه
افغان ځانگړي ځواکونه

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس وایي که څه هم چې په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی، خو کم او روزل شوی افغان پوځ د طالبانو په ضد ښه جنګ کولای شي.

ښاغلي متیس وویل چې د افغانستان په جگړه کې د افغان پوځ د بریالیتوب لپاره د امریکا او ناټو سلاکارانو رول خورا مهم دی.

ښاغلي متیس وویل د افغانستان وضعیت ته په کتو او د امریګا د تګلارې په اساس د کمیت په پرتله د افغان قواو کیفیت مهم دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتیس دفتر سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.

افغان کمانډو ځواکونه

د افغان پوځ تر ټولو غښتلي قواوې افغان کماندو ځواکونه دي چې اوس یې شمیر ۲۰ زرو سرتیرو ته رسیږي او د جنگ عملیاتو زیاته برخه پرمخ وړي. ټاکل شوې چې د افغان کماندو ځواکونو شمیر ۲۳ زرو ته لوړ شي.

ښاغلي متیس پدې ټینگار وکړ چې د افغان پوځ د ځانگړو ځواکونو د روزنې او بریالیتوب لپاره د لویدیځو هیوادونو د سلاکارانو رول خورا مهم دی.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د پوځي سلاکارانو له لورې روزل شوي افغان ځانگړي ځواکونه او کماندو د کلونو په اوږدو کې د طالبانو سره په جگړه کې ماتې نده خوړلې.

د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزوف دانفورډ هم د افغانستان ځانگړي ځواکونه یا کماندو چې په عمومي توگه امریکایي روزونکو روزلي تر ټولو موثره ځواک وباله. هغه هم په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو په روزنیر ماموریت ټینگار وکړ.

ښاغلي متیس پدې غونډه کې دا هم وویل چې د افغان ځواکونو د تهاجمي بریدونو په زیاتیدو سره اوس طالبان د افغان سرتیرو سره د جگړې توان نلري او په ځای یې په اسانو اهدافو باندې بریدونه کوي لکه د انتخاباتو د ثبت او راجستر په مرکزونو چې په ښاري سیمو کې دي.

دغو دواړو امریکایي لوړپوړو پوځیانو لاهم د افغانستان د پوځ په لیکو کې د خیالي سرتیرو د شتون نه شکایت درلود او د سنا مجلس ته یې د افغان سرتیرو د لوړو تلفاتو په هکله هم څرگندونې وکړې.

تیره اونۍ افغان امنیتي مقاماتو د هغه هیواد پارلمان ته وویل چې یواځې د یوې اونۍ په ترڅ کې څه دپاسه ٢٥٠ افغان سرتیري په جگړه کې وژل شوي دي او شاوخوا ۳۶۰ نور سرتیري ټپي شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG