د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا طالبانو ته: د مرمۍ پر ځای رایه وکاروئ


طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان کړی
طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان کړی

د طالبانو د الخندق په نامه عملیاتو د اعلان په غبرگون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان دې د خپلو مرمیو پر ځای په انتخاباتو رایه واچوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د الخندق په نامه خپل کلني عملیات یې پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې "طالبان باید په انتخاباتو کې سیالي وکړي او رایه ورکړي. د طالبانو مشران دې د خپلو پټنځایونو راووځي افغانستان ته دې راشي او ددې هیواد د راتلونکې لپاره دې رغونکې هڅې وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا نده په ډاگه کړې چې د طالبانو د مشرانو پټنځایونه چیرته دي، خو افغان او امریکایي چارواکو تل پاکستان پدې تورن کړی دی چې طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي او دهغوی مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اند د طالبانو اعلامیه پخپله دا تائیدوي چې دوی په افغانستان کې د ناامنیو او د زرگونو افغانانو د وژلو مسؤل دي.

دغې اعلامیې یو ځل بیا طالبانو ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وړاندیز ملاتړ کړی چې طالبانو ته یې پرته له کوم شرطه د سولې په خبرو د گډون بلنه ورکړې ده.

اعلامیې ویلي دي چې د طالبانو د "بې معنی تاوتریخوالي کمپاین" د افغانستان منتخب حکومت چې نړۍ یې په رسمیت پیژني په نښه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې دا هم ویلي دي چې متحده ایالات د طالبانو ددې اعلامیې په غبرگون کې د افغانستان د خلکو ترڅنگ ولاړ دی او د افغان زړور پوځ ملاتړ کوي.

دا اعلامیه د چهارشنبې ورځ خپره شوې ده.

XS
SM
MD
LG