د لاس رسي وړ اتصالات

میټس: امریکا دې د ایران سره د اتومي وسلو موافقه نه ختموي


د امریکا د دفاع وزیر جان میټس وایي چې امریکا ته پکار ده چې د ایران سره د اتومي وسلو د مخنیوي په سر لاسلیک شوې موافقې ته ژمن پاتي شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغې موافقې سخت انتقادونه کړیدي.

د امریکا د دفاع وزیر میټس د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر ٣) وویل "مونږ باید دا تائید کړو چې ایران په دغې موافقې عمل کوي او کنه. مونږ به دا وگورو او که دغه موافقه د امریکا په گټه وي نو مونږ به دغه تړون وساتو."

د بهرنو چارو وزارت به کانگرس ته د دوو هفتو په وخت کې په دغه هکله ټول معلومات ورکړي چې ایا ایران په دغې موافقې باندې عمل کوي او که نه سرغړونې ترینه کوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د دغې موافقې ختمول غواړي او د ختمولو فیصله یې کړیده خو اروپايي ملکونو ته یې لا په رسمي توگه څه نه دي ویلي. اروپایي مشرانو د ولسمشر ټرمپ نه تیره میاشت د ملگرو ملتونو په غونډه کې هم په دغه مسله وپوښتله خو ټرمپ ورته لا ځواب ندی ورکړی.

د یادونې وړ چې د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما د ایران سره د اتومي پروگرام د مخنیوي په سر موافقه د خپلې بهرنۍ پالیسي کامیابي گڼله خو ولسمشر ټرمپ پرې سخت انتقادونه کوي. ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په وخت کې دغه موافقه یوه بیکاره موافقه بللې وه.

XS
SM
MD
LG