د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا پوځ د امریکا دفاع وزیر ته حیرانونکې ننداره وړاندې کړه


د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس په وړاندې د اندونیزیایي سرتیرو د مهارتونو ننداره
د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس په وړاندې د اندونیزیایي سرتیرو د مهارتونو ننداره

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس د چهارشنبې په ورځ د اندونیزیا د ځواکونو حیرانونکې ننداره ولیدله.

د اندونیزیا سرتېرو د پوځي تمرینونو د یوې برخې په توګه د مار وینې وڅښلې، خښتې یې په سر او په اور ککړ لرګي یې په لاسونو مات کړل او پر اور باندې وګرځېدل.

د امریکا د دفاع وزیرانو په سفرونو کې د ځانگړو پوځي تمرینونو لیدل یو معمول دود دي، خو په دغه ننداره کې اندونیزیایي پوځیانو هڅه وکړه چې خپل بیساري مهارتونه خپل امریکایي میلمه ته وښيي.

وزیر جیم متیس په شتون کې اندونیزیایي پوځیانو د ډول د آواز په څپو کې د رزمي هنرونو او مهارتونو په لړ کې خښتې پر سر ماتې کړې چې په ظاهره داسې برېښیدې چې کانکریټي به وي.

د اندونیزیایي پوځیانو حیرانونکې ننداره
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

د اندونیزیایي پوځیانو د بیسارو او ځانگړو فعالیتونو څخه یو یې د "شاه کبرا" په نامه مار په گډون په کڅوړو کې د ژوندیو مارانو راوړل وو. دغو پوځیانو هغه ځای ته نژدې ساحه کې ماران پر ځمکه خواره کړل چې ښاغلی متیس ولاړ و.

بیا دغو سرتیرو د مارانو سرونه پرې کړل او د مارانو وینې یې وڅښلې. یو اندنزیایي سرتیري په غاښ یو مار دوه ټوټې کړ. اندونیزیایي سرتیري په دې توانیږي چې په ځنگلونو کې فعالیت وکړي او د اړتیا په صورت کې د مارانو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ښاغلي متیس چې د اندونیزیایي سرتیرو له پوځي نندارو نه یې خوند اخیست وویل چې ددې هیواد د سرتیرو ننداره د سختو پوځي تمرینونو ښکارندوی کوي.

د اندونیزیا حکومت هیله من دی چې ښاغلی متیس د امریکا د متحده ایالاتو د پوځیانو اړیکې د هغه هیواد کواسوس نومي خاصو قواو سره ټینگې کړي.

د ١٩٩٠ لسیزې راپدیخوا د امریکایي پوځیانو اړیکې د اندونیزیا د ځانگړو ځواکونو سره محدودې شوې وې، ځکه د هغه هیواد ځانگړي ځواکونه په دې تورن دي چې د بشري حقونو نه یې سرغړونې کړې دي.

XS
SM
MD
LG