د لاس رسي وړ اتصالات

متیس: امریکا په افغانستان کې د "سرسخته" دښمن سره مخامخ ده


ټاکل شوې چې جمهور رئیس ټرمپ په بروکسل کې د ناټو له غونډې دمخه د افغانستان په هکله خپله پالیسي اعلان کړي
ټاکل شوې چې جمهور رئیس ټرمپ په بروکسل کې د ناټو له غونډې دمخه د افغانستان په هکله خپله پالیسي اعلان کړي

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وایي په امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د یو هوډمن دښمن سره مخامخ ده، خو د هغه په وینا پر دښمن یې سخت گزارونه کړي دي.

جم متیس په کوپنهاگن کې د خپل ډنمارکي سیال سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اسلامي دولت ډله او اقاعده په افغانستان کې د ماتې په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې د داعش جنگیالیو د مشر وژنه دې ترهگرې ډلې ته یو سخت گزار وگاڼه "په افغانستان کې دښمن شاوخوا خپل له دریو څخه دوه برخې قوت بایللی دی".

د افغانستان حکومت دوه ورځې دمخه په دې هیواد کې د داعش جنگیالیو د مشر عبدالحسیب، د وژنې خبر ورکړ. گمان کیږي چې هغه د سردارمحمد داود خان پر روغتون باندې په برید کې لاس درلود.

ښاغلي متیس زیاته کړه چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت د خپلو خلکو "عطوفت، درناوی، او ملاتړ" گټلی دی.

جیم متیس وویل چې متحده ایالات به د افغانستان سره پوځي او غیر پوځي همکاریو ته دوام ورکړي او پوره هڅه به وکړي چې د ملکي وگړو د تلفاتو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې دي چې امریکایي رسنۍ وایي د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت به له ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور سرتیري افغانستان ته ولیږي او همداشان د مخالفینو پر ضد امریکایي پوځیانو ته به زیات صلاحیتونه هم ورکړي.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس ټرمپ په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې له گډون دمخه چې د می په ٢٥ ژکیږي، د افغانستان په هکله خپله پالیسي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG