د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون افغانستان ته د زرګونو نورو پوځيانو پر استولو غور کوي


دا مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري دېره دي
دا مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري دېره دي

د امریکا د دفاع وزیر دا اونۍ بلجیم ته ځي چې له خپلو اروپايي متحدینو سره د افغانستان د جګړې او داعش ضد عملیاتو په اړه وغږیږي.

د امریکا د دفاع د نوي وزیر په توګه به دا د جیم ماتیس لومړنی بهرنی سفر وي چې اروپا ته یې کوي. ښاغلی ماتیس به د ناټو د نورو غړو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره د افغانستان د جګړې او له داعش سره د مبارزې په اړه اوږدې خبرې وکړي.

د امریکايي رسنیو په حواله پنټاګون دا مهال افغانستان ته د زرګونو اضافي پوځيانو پر استولو غور کوي. تېره اونۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال نکلسن افغانستان ته د زرګونو سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۳۰۰ بهرني سرتیري دیره دي چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي.

د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت د امریکايي چاروکو د دغه اقدام هرکلی کوي. د افغانستان اجرايي ریاست وايي چې افغان ځواکونه لا هم د بهرنیو ځواکونو سلا مشورو ته اړتیا لري.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل، امریکا غږ اشنا ته وویل"تاسو پوهیږی چې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت ختم شوی او د دې لپاره چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودریږي او ټولو خطرونو ته په یوازې ځان ځواب وویلی شي، اړتیا ده چې بهرني سرتېري د مشورې او روزنې په برخه کې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي اوملاتړ یې وکړي".

ښاغلي فیصل وویل دوی د نړیوالې ټولنې د هر اقدام چې د افغان ځواکونو د لا تقویت په برخه کې اخیستل کیږي، هر کلی کوي.

د ناټو ځواکونو قومندان نکلسن دا خبره هم کړې وه چې جنګ په افغانستان کې له بندبست سره مخامخ شوی او باید له افغان حکومت سره داسې مرسته وشي چې د اورپکو ډلو پر ضد تهاجمي دریځ غوره کړي.

له دغو خبرو وروسته د امریکا د دفاع وزیر متیس د جمعې په ورځ په پنټاګون کې د جرمني د دفاع له وزیر، اورزولا فن در لاین، سره هم ولیدل. جرمني دا مهال په افغانستان کې ۸۵۰ سرتېري لري.

واشنګټن پوسټ وايي دواړه وزیران په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه هم وغږېدل، خو جزییات یې نه دي ورکړل شوي.

د داعش ضد نوی پلان

د امریکا د دفاع وزیر متیس له بروکسل وروسته د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ځي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو سلګونه وزیران او د پوهنتون استادان راټولیږي چې د نړۍ پر امنیت خبرې کوي.

خو په بروګسل کې به ښاغلی متیس د هغو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري چې د اسلامي دولت ډلې، داعش، پر ضد جنګیږي.

په همدې حال کې واشنګټن پوسټ وايي چې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون به ژر د داعش پر ضد خپل نوی پلان سپینې ماڼۍ ته وسپاري او اټکل کیږي چې د دفاع وزیر به په دې اړه ګڼ وړاندیزونه هم ټولوي او ولسمشر ته به یې سپاري.

په دغو وړاندیزونو کې د داعش پر ضد د امریکا د مداخلې د تغیر په اړه هم خبرې کیږي. پر دې سربېره د داسې تګلارو په اړه هم خبرې کیږي، چې داعش ګوښه کړي او د هغوی مالي سرچینې وچې شي.

د امریکا نوي ولسمشر، دونالډ ټرمپ، په وار وار تېنګار کړی چې "افراطي اسلامي ترهګري" به له نړۍ ورکوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG