د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو خونې مشر اوکراین ته د سفر بلنه رد کړه 


زیلینسکي او مککارتي
زیلینسکي او مککارتي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشر کیوین مککارتي کیف ته د سفر په اړه د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي بلنه رد کړه.

ولادمیر زیلینسکي له مککارتي څخه غوښتي وو چې د «جګړې د شرایطو د درک» کولو لپاره دې کیف ته سفر وکړي،‌ خو هغه ویلي دي چې د جګړې په اړه معلومات له نورو «مختلفو لارو څخه» ترلاسه کوي.

زیلینسکي تېره ورځ سي ان ان سره په مرکې وویل چې د امریکا له لوړ پوړیو قانون جوړوونکو څخه یې غوښتي چې اوکراین ته سفر وکړي او وګوري چې «هلته څه روان» دي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین یرغل پیل کړ او له هماغه راهېسې متحدو ایالتونو له اوکراین سره څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالر پوځي، بشري او اقتصادي مرستې کړي دي.

دا مرستې هغه وخت اوکراین ته استول شوې چې د متحدو ایالتونو په کانګرس کې دموکراتان اکثریت وو. خو د نومبر په میاشت کې په منځمهالو ټاکنو کې جمهوریت غوښتونکو د استازو خونې کې اکثریت ترلاسه کړ او ځینو غړو یې اوکراین ته د وسلو او مرستو له استولو سره مخالفت څرګند کړی دي.

مککارتي‌ ویلي دي‌ چې د اوکراین ننګه کوي خو د استازو خونې کې یو شمېر جمهوریت غوښتونکي له دقیقې ارزونې پرته اوکراین ته د مرستو د استولو ننګه نکوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د نړۍ ځینو نورو مشرانو اوکراین ته سفرونه کړي، له اوکرایني مقاماتو سره یې لیدلي او د روسیې سره په جګړې کې یې د هغه سره خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG