د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین لویه تېروتنه وکړه چې د اتومي وسلو کمولو تړون یې وځنډوه


ولسمشر بایډن د بخارست ۹ په غونه کې 
ولسمشر بایډن د بخارست ۹ په غونه کې 

ولسمشر جوبایډن د چهار شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب دریمه) وویل، ولادمیر پوتین له امریکا سره د اټومي وسلو د کنترول په وروستي پاتې تړون کې د خپل هیواد د ګډون په ځنډولو سره "لویه تیروتنه" کړې ده.

بایډن دا څرګندونې په پولنډ کې وکړې چې نوموړي د ناټو شرقي متحدینو ته ډاډ ورکړ واشنګټن پر اوکراین د روسیې د یرغل پرمهال د هغوی تر څنګ ولاړ دی.

پوتین د سه شنبې له پریکړې وروسته، بایډن په خپلو څرګندونو کې د واشنګټن او مسکو له اټومي قرار داد څخه چې New START نومیږي، د روسیې د وتلو پریکړه وغندله.

بایډن وویل، دا اقدام به د روسیې د اټومي فعالیتونو په اړه د امریکا پر لید عاجل تاثیر ولري، خو نوموړی زیاته کړه تړون له دې مخکې هم له مشکل سره مخامخ وو کله چې مسکو تیر کال د توافق د ساتلو په اړه خبري لغوه کړې.

په داسې حال کې چې مسکو او واشنګټن یو بل د تړون په نقض تورنوي خو بایډن وویل "دا یوه لویه تیروتنه" ده. ولسمشر بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې نوموړي پولنډ او اوکراین ته خپل څلور ورځنۍ سفر پای ته ورساوه.

بایډن په دې سفر کې د بخارست۹ یا د ناټو د شرقي متحدینو له مشرانو سره وکتل، هغه تړون چې په ۲۰۱۴ کال کې د پوتین له خوا د اوکراین د کریمیې سیمې تر الحاق وروسته رامنځ ته شوی دی.

د بخارست۹ تړون د غړو اندیښنې د اوکراین د جګړې په اوږدیدو سره زیاتې شوي او ډیری دا ویره لري که پوتین په اوکراین کې بریالی شي، بل نظامي اقدام به د هغوی په وړاندې وي.

په دې تړون کې بلغاریا، چک جمهوریت، استونیا، هنګري، لاتویا، لیتوانیا، پولنډ، رومانیا او سلواکیا غړیتوب لري.

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې د یادو هیوادونو په غونډه کې ګډون کړی وو وویل:" موږ نه پوهیږو چې جګړه به څه وخت ختمه شي، پکار ده ډاډ رامنځ ته کړو چې تاریخ بیا تکرار نشي."

سپینې ماڼۍ د لیتوانیا، پولنډ او رومانیا په ګډون د ختیځې اورپا څو هیوادونه د تیرو څو کلونو راهیسې له اوکراین سره د وسلو، اقتصادي مرستو او کدوالو ته د پناه ورکولو په برخه کې د هغوی د هڅو له امله ستایلي دي.

بایډن د پولنډ هڅو ته خاصه پاملرنه وکړه، هغه هیواد چې د کابو ۱.۵ میلیونو اوکراینیانو کوربه دی او له کیف سره یې د ۳.۸ میلیاردو ډالرو نظامي ‌او اقتصادي مرستو ژمنه کړې ده.

بایډن د پولنډ له جمهور رئیس سره په لیدنه کې وویل په هماغه اندازه چې ناټو متحده ایالتونو ته ضرورت لري‌ په هماغه اندازه متحده ایالات پولنډ او ناټو سره ضرورت لري.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG