د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسي جرګې غړي د پاکستان ولسمشر ته خبرداری ورکړی


د امریکا د ولسي جرګې غړي د پاکستان ولسمشر ته خبرداری ورکړی
د امریکا د ولسي جرګې غړي د پاکستان ولسمشر ته خبرداری ورکړی

په ولسې جرګې کې د امریکا د ټکساس د ایالات استازي مایکل مکول ولسمشر زرداري ته خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره د امریکا مرستې په خطر کې دي.

ښاغلي مکول د همدې اونۍ په سر کې د امریکا د کانګرس د هغه هیات مشري کوله چې پاکستان ته تللی وو او هلته یې د ولسمشر آصف علي زرداري سره کتلي وو.

مکول چې په ولسې جرګې کې د کورني امنیت او تحقیقاتو د جرګه ګۍ مشر دی، وایي د پاکستان ولسمشر ښاغلي زرداري ته یې دا خبره وکړله چې د پاکستان او امریکا اړیکې پکار ده د هغه حقیت په رڼا کې بدلې شي چې دا مالومه شوه چې القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن د څو کالونو لپاره په پاکستان کې ژوند کاوه.

بن لادن د روان میلادي کال د مې د میاشتې په دویمې نیټې د ایبټ آباد په ښار کې ووژل شو. پدغه ښار کې د پاکستان د پوځې څو غټې چوڼۍ دي.

ښاغلي مکول په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي زردراي سره یې همدارنګه د پاکستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ په زیاتوالی باندې خبرې وکړلې تر څو لدې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ باور زیات شي او د تروریزم سره په جګړې کې د دواړو هیوادونو ګټې خوندي شي.

مکول وایي د ښاغلي زرداري سره ېې پدې هم خبرې کړیدي چې د پاکستان او اړیکې د هغه په قول ( د یوه بد واده په شان دي چې طلاق هم پکې نشي کیدی) ځکه چې دواړه هیوادونه د تندلارو ډلو د ګواښ سره مخامخ دي.

مکول وایي د پاکستان ولسمشر آصف علي زداري پدې خبرې رضایت وښود چې د حقاني د شبکې په شان د نورو تروریستي ډلو سره په مبارزې کې به د امریکا سره ګډ کار وکړي. خو مکول وایي د زرداري پدې خبرې ځکه چندانې باور نشي کیدلی چې په پاکستان کې قدرت او واک د هغه ملک د پوځ سره دی.

د مذهب په اړه منفي تبلیغ

د امریکا د حکومت یو هیت وایي چې په پاکستان کې د ښوونځیو او مدرسو په کتابونو کې د هندوانو، عیسویانو او نورو مذهبي اقلیتونو په اړه منفي خبرې کیږي.

په یوه رپوټ کې چې پرون د چارشنبې په ورځ خپور شویدی، د امریکا د نړیوالو مذهبي آزادیو کمیسون وایي چې د همدغو نظریو له وجې تبعیض او تشدد پیدا کیږي.

دغه کمیسون ویلی دي چې په درسي کتابونو کې د اسلام طرفداره مواد شته دي او دا چې مذهبي اقلیتونو ته د نه درناوي خبرې دي.

XS
SM
MD
LG