د لاس رسي وړ اتصالات

مکمستر: افغانستان ته د عسکرو د لیږلو په اړه تراوسه پریکړه نه ده شوې


د سپینې ماڼۍ سلاکار مکمستر خبري کنفرانس ته د وینا په حال کې
د سپینې ماڼۍ سلاکار مکمستر خبري کنفرانس ته د وینا په حال کې

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مکمستر د جمعې په ورځ وویل جمهور رییس ترمپ افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو په هکله تر اوسه پریکړه نه ده کړې.

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د جمهور رئیس سلاکار مکمستر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د جمهور رئیس ترمپ ادارې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه پریکړه نه ده کړې. مک مستر وویل چې ترمپ به په خپل راتلونکي خارجي سفر کې چې د ناټو په سرمشریزې او د ۷ بډایه هیوادونو یا جي ۷ په غونډو کې اشتراک هم په کې شامل دی د خپلو متحدینو نظریات واوري.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو افغان او امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش پرضد بریالي عملیات ترسره کړل چې په هکله به یې ډیر جزئیات د دفاع وزارت په یو خبري کنفرانس کې په نږدې راتلونکي کې وړاندې شي. " د افغانستان ملي اردو د نړیوالو تروریستانو او طالبانو پرضد د جنګ ډیره برخه پرمخ بیایي او مونږ له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې د لا زیاتې موثرې ستراتیژۍ د درلودلو په هکله کار کووو څو معلومه کړو چې نور څه کولی شو، ولسمشر ته باید کوم پیشنهادات وړاندې کړو چې په افغانستان کې زمونږ اهدافو ته په رسیدو کې اغیزناک ثابت شي او له خپلو متحدینو څه غواړو، دغه هرڅه به د ولسمشر له لارښوونې سره سم کوو".

اوسمهال د ناټو په چوکات کې ۱۳ زره بهرني عسکر په افغانستان کې دیره دي. چې تر اتو زرو زیات یې امریکايي نظامیان دي.

له بلې خوا د استرالیا صدراعظم د جمعې په ورځ وویل هیواد یې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه د ناټو په غوښتنې غور کوي. هغه د ناټو د غوښتنې د جزئیاتو په هکله څه نه وویل له چې ده څخه تیره میاشت افغانستان ته د سفر پرمهال شوې وه خو زیاته یې کړه چې د عسکرو له لیږلو سره کوم مخالفت نه لري" مونږ دې ته تیاریو چې خپل رول پراخ کړو. دا ډیره مهمه ده چې مونږ له خپلو متحدینو سره په افغانستان کې ګډ کار ته دوام ورکړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړو چې وکولي شي د داعش ډلې او طالبانو په ګډون د تروریستي ډلو د ګواښ په وړاندې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي".

له هغه وروسته چې افغانستان ته د نورو امریکايي عساکرو د استولو په باب خبرونه خپاره شول، د ناټو عمومي منشي، ینز سټولتڼبرګ هم اعلان کړی چې دغه سازمان افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو په اړه غور کوي

د ناټو مقامات په افغانستان کې خپل ماموریت ډیر مهم بولي ځکه چې په وینا یې دغه سازمان اجازه نه ورکوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن مرکز بدل شي.

XS
SM
MD
LG