د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د شري ناروغۍ سږ کال تقریباً سل افغان ماشومان وژلي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي سږ کال د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د شرې ناروغۍ زرګونه ماشومان نیولي او نږدې ۱۰۰ یې وژلي دي.

دغې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی که په سمدستي توګه اقدام ونشي ښایي نور ډیر ماشومان به مړه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو کمښت او په ماشومانو کې د خوارځواکۍ له کبله د شري د ناروغۍ خپریدل په ځانګړي توګه د اندیښنې وړ دي..
د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هریس د کابل نه د ویډیو کنفرانس د لارې په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، " په سوی تعذیې د اخته ماشومانو لپاره د شري ناروغي د مرګ سزا ده".
میرمن هریس ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې د شري ناروغي وڅارل شي او معاینات چټک شي. هغه وویل، "سږ کال مونږ په لوړه کچه قضیې ولیدلې او دا قضیې ورځ په ورځ ډیریږي".

په افغانستان کې د روان کال د پیل راهیسې د شري د ناروغۍ ۲۴ زره قضیې په کلینیکونو کې ثبت شوې او ۲۳۹۷ یې په لابراتورونو کې د معایناتو له مخې هم تثبیت شویدي.
د روغتیا دنړیوال سازمان ویاندې وویل، " له بده مرغه د ۸۷ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او که ژر تر ژره عمل ونکړو، لا ډیره مړینه به وګورو."

ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او نیمایي هیواد د خوراکي موادود "مضمن کمښت" سره مخ دی. دې ادراې همدرانګه ویلي چې د ژمي په راتګ سره میلونونه افغانان د لوږې او هیواد پریښودو سره مخ دي.

ددغه سازمان ویاندې همدارنګه وویل چې په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۵ کالونو نه ټیټ دي ښایي د همدې کال تر پایه د مضمنې سوی تعذیې سره مخ شي.

میرمن هریس خبردرای ورکړ چې ددې ماشومانو د جملې نه څه باندې ۲ میلیون به یې د سویې تغذیې تر ټولو د جدي بڼې سره مخ شي او د مرګ خطر به ولري.

ملګري ملتونه وایي دقیق ارقام نلري چې څومره ماشومان د سوی تغذیې له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG