د لاس رسي وړ اتصالات

په مکه معظمه کې د جرثقیل د لویدو له وجي لسگونه کسان وژل شوی


د حرم شریف د جومات د پیښې ځای
د حرم شریف د جومات د پیښې ځای

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې ١٠٧کسه هغه وخت وژل سوي او ٢٣٨ تنه زخمي سوي دي چې یو جرثقیل په مکه معظمه کې د مسجد الحرم د بام په سر راولوید.

په هغو تصویرونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوي هغه خلک ښودل سوي دي چې چپني یې په وینو سرې وې. جرثقیل د مسجد د پراخیدو په کار بوخت و.

یوه میخانیک ـ محمد طاهر د امریکا غږ اردو خپروني ته وویل چې د جرثقیل د رالویدو په وخت کې سخت باران اوریده او زورور باد چلیده او په همدې طوفان کې جرثقیل بې پرتلې سو او په مسجد باندي را ولوید.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځ کیږي چې د حج مراسم رانژدې دي او همدا اوس په سلگونو زره کسان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسیدلي دي.

ښاغلي طاهر د خپلو سترگو لیدلی حال بیان کړی او ویلي یې دي چې "د دریو کالو راهیسې په مکه معظمه کې ساختماني کار روان دی. ډیر سخت باران او سخت باد لگیده چې یو لوی جرثقیل بې انډوله شو البته د سخت باد له کبله. دا جرثقیل چې درې څلور سوه میتره لوړ و، ولوید. جرثقیل د حرم شریف د منارو په سیمه کې په داسې حال کې ولوید چې یو شمیر حاجیان په عمرو بوخت وو او د کعبې شریفې په شاو خوا راڅرخیدل. په دې سیمه یو شمیر حاجیان مړه او ژوبل شول."

د پېښې له امله زیات شمیر خلګ تر چت لاندي شوي دي. دغه ماشینونو ځکه سیمې ته وړل شوی و چې جومات ته وسعت ورکړل شي او نوره آبادي په کې وشي.

سعودي چارواکي ډیر زیار باسي چې د حج د مراسمو دپاره ښه تدابیر ونیسي، خو د کارپوهانو په اند د دې ډول پیښو اټکل گران کار دی.

مسجد حرام د نړۍ تر ټولو ستر جومات دی او د مسلمانانو د تر ټولو مقدس ځای دی. کعبې ته هر کال په میلیونو مسلمانان د حج دپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG