د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر غني خبرو پاکستاني مطبوعات پارولي دي


نۍ وايي د ځینو پاکستاني رسنیو له لورې پر ولسمشر د غدارۍ تور لګول د ژورنالیزم د اصولو خلاف دي
نۍ وايي د ځینو پاکستاني رسنیو له لورې پر ولسمشر د غدارۍ تور لګول د ژورنالیزم د اصولو خلاف دي

په پاکستان کې ځينو رسنیو پر ولسمشر غني کلکې نیوکې کړي دي او ان ځینو خبریالانو یې په ښکاره ولسمشر غني " خاین" بللی دی چې ولې په هند کې یې د پاکستان پر ضد خبرې کړي دي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ دهند په امرتسر کې د اسیا زړه په کنفرانس کې له پاکستان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره یې د ۵۰ میلیونه ډالرو د ورکولو ژمنه کړې، خو زیاته یې کړه چې ښه به وي پاکستان دا پېسې په خپلې خاورې کې د ترهګرۍ پر ضد وکاروي.

هغه دا خبره هم وکړه، چې طالبان د پاکستان له مرستې پرته یوه میاشت هم نشي پایدی. همدغو خبرو د پاکستان پر حکومت او سیاستوالو سربېره ځینې مطبوعات او خبریالان هم په قهر کړي او پارولي دي.

ځینو پاکستاني تلویزونونو د ښاغلي غني دا څرګندونې په کلکه غندلې او ولسمشر غني یې په ځینو بدو اوصافو یاد کړی دی.​

د پاکستان د یوه خصوصي تلویزون ویاند عامر لیاقت په تلویزوني خپرونې کې ولسمشر غني ته سپکې سپورې وویل "اشرف غني یو احسان فراموشه، بدکرداره، بد تهذیبه، نمک حرامه او لویدلی انسان دی. موږ تاسو ته پناه درکړه او اوس تاسو مودي ته پناه یوړه؟...".

د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستاني رسنیو دا ډول راپورونو په غبرګون کې وویل چې د ولسمشر غني خبرې د پاکستان پ اړه د افغانستان رسمي دریځ په ډاګه کوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی د پاکستاني مطبوعاتو د نیوکو پروا نکوي او په خبره یې پاکستاني مطبوعات چې هر څه وايي ودې وايي.

د ژورنالیزم اصول

هر هېواد ځان ته د مطبوعاتو لپاره جلا اصولو او قوانین لري.د امریکا غږ په څېر نړیوالې رسنۍ هېڅکله هم په خپلو خپرونو او راپورونو کې د چا پر شخصیت د تیري حق نه ورکوي، دا کار د ژورنالیزم د اصولو خلاف بولي او د رسنیو پر بې پرې والي ټېنګار کوي.

په پاکستان کې مې د نیوزویک له خبریال سمیع یوسفزي نه وپوښتل چې په پاکستاني رسنیو کې دا ډول د ژورنالیزم د اصولو خلاف بلل کیږي.

هغه وویل " په پاکستاني خصوصي تلویزونونو کې دا ډول خبرې نوې نه دي. دوی ان کله کله خپل صدراعظم هم د هند لاسپوڅی بولي. په پاکستاني مطبوعاتو کې پر افغانستان او افغان چارواکو ملنډې وهل کومه نوې خبره نه ده".

پاکستان هم د برېښنايي رسنیو د تنظیم یوه اداره لري، چې د رسمي ویپاڼې د معلوماتو له مخې یې اساسي اهداف یې له روانو چارو د پاکستانیانو خبرول، د خلکو د تعلیم د کچې لوړول او په ازاد ډول د معلوماتو خپرول دي.

ښاغلي یوسفزی وايي چې ډېر کله په رسنیو کي دا ډول خبرې د دې لپاره کیږي، چې خپل لیدونکي زیات کړي. هغه وايي معمولآ په پاکستان کې رسنۍ او په خاص ډول خصوصي رسنۍ د ژورنالیزم د اصولو ډېر پروا نه ساتي.

خو په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنې، نۍ د پاکستاني رسنیو دا ډول څرګندونې د ژورنالیزوم د اصولو خلاف بللي دي.

د دغه ټولنې مشر مجیب خلوتګر امریکا غږ اشنا ته وویل " پاکستانۍ رسنۍ باید له دې کبله بخښنه وغواړي. د هغوی دا څرګندونې د ژورنالیزم د اخلاقو خلاف دي".

په پاکستان کې د افغانستان سفارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ اشنا ته وویل " موږ د دا ډول افرادو او چاینلونو خبرو او نیوکو ته هېڅ ارزښت نه ورکو، لګیا دې وي".

افغان سیاستوال څه وايي

د پاکستاني رسنیو او سیاسي شننونکو برعکس، په افغانستان کې بیا ځینو سیاستوالو د ښاغلي غني خبرې ستایلي دي.په دغو سیاستوالو کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست دوه پخواني مشران، رحمت الله نبیل او امرالله صالح هم شامل دي.

دوی دواړه معمولآ پر ولسمشر غني تندې نیوکې کوي.

ښاغلي نبیل په انګلیسي ژبه په خپل ټویټر کې لیکلي " د پاکستان پر ضد د افغان حکومت د وروستي دریځ ننګه کوم. د ولسمشر غني له لوري د پاکستان د دوه مخي پالیسۍ ردول یو مثبت اقدام دی".

ښاغلي صالح هم په انګلیسي ژبه په خپل ټویټر کې لیکلي دي" ټپي شاهین هېڅکله نه رام کیږي. مننه ولسمشر غني چې د پاکستان وینې زبېښونکي پېسې مو رد کړې".

د ولسمشر غني د دغو خبرو په اړه د پاکستان رسمي دریځ دا دی چې ولسمشر غني د هند په اشارې دا خبره کړې ده.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل "موږ د هغوی په ستونزه پوهیږو، او په دې هم پوهیږو چې اشرف غني د پاکستان د دښمن په هیواد کې ولې داسې خبرې وکړې. ښکاره ده هغه، هغه څه وویل چې هندوستان یې اورېدل غوښتل".

د پاکستان او افغانستان اړیکې په دې وروستیو کې بیا خرابې شوې دي. کابل اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو سره په مرستو او نورو نا امنیو کې په لاس لرلو تورنوي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

پر افغانستان بیا د پاکستان یوه نیوکه دا ده چې ولې د هغوی له غلیم هند سره نږدې اړیکې پالي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG