د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځ کې د رسنیو له لارې د پولیو اغیزمن عامه پوهاوی


خلک وایي چې د رسنیو له لارې د پولیو په هکله عامه پوهاوی اغیزمن دی
خلک وایي چې د رسنیو له لارې د پولیو په هکله عامه پوهاوی اغیزمن دی

له تېرو دوو کلونو راهیسې، چې امریکا غږ آشنا راډیو او تلویزیون د پولیو مرګونې ناروغۍ په هکله، د عامه پوهاوي رپورټونه خپرول پیل کړي، تر اوسه پورې یې د ختیزو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې، هم د پولیو اړونده موضوعات رپورټ کړي او د واکسین په تطبیق کې یې، فعاله ونډه اخیستې.

د افغانستان په ختیځ کې د ځوانانو په برخه کې د یونسف مطبوعاتي مسؤول، قدرت‌الله شکیب، وایي، دوی سره د پولیو د له منځه وړلو او په اړه یې د خلکو د ذهنیتونو په روښانه کولو کې، د امریکا غږ رپورټونو، ډېره مرسته کړې او هرمهال یې د پولیو اړونده مسایل، رپورټ کړي.

شکیب وایي، دوی د پولیو کمپاینونو د ښه تطبیق په برخه کې، د امریکا غږ رسنیزه مبارزه او اغېزې ستایي.

هغه وایي"د امریکا غږ آشنا راډیو، هر وخت زموږ پروګرام یې نشر کړی او دا یې یو ملي مسؤولیت ګڼلی، هره برنامه کې او زه باید ترې مننه وکړم، د میډیا په برخه کې دوی موږ سره ډېر زیات همکاره دي، په ځانګړي توګه، د امریکا غږ آشنا، بلکل مخکې هم موږ تریننګ کې دا خبره وکړه، زه ډېره زیاته مننه له امریکا غږ څخه کوم چې وخت په وخت یې، د پولیو په اړه خبرونه نشر کړي او همدا یې آګاهي ده چې خلک یې له پولیو خبر کړي".

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤول، انعام‌الله سمون، هم په ختیزه سیمه کې د پولیو پرضد مبارزه کې د امریکا غږ رسنیز فعالیت ګټور او اغېزمن بولي.

هغه وایي "د پولیو په تړاو او د صحت په نورو برنامو کې، میډیا فوکس او د دوی نشرات د ولس په عامه پوهاوي او زموږ د پروګرام په ښه تطبیق کې، ډېره ښه مرسته کوي، په ځانګړې توګه د امریکا غږ چې کوم رپورټونه او خپرونې په دې تړاو خپرېږي، موږ سره یې په دغه پروسه کې ډېره همکاري کړې، بیا هم د دوی د همکارۍ په تمه یو او له همکارۍ یې مننه کوو".

د سیمې خلک هم وایي، دوی د پولیو مرګونې ناروغۍ پر زیانونو او د واکسین پر ګټو، د امریکا غږ له رپورټونو پوهېدلي او تر دې وړاندې یې، پر پولیو واکسین، چندان بارو نه درلود.

مریم، د ننګرهار ولایت اوسیدنکې په دې هکله داسې وایي "پخوا د پوليو پر تاوان نه پوهېدو؛ خو آشنا راډيو کې، ديني عالمانو او مشرانو د واکسين پر ګټو خبرې کولې، بيا پوهه شو چې واکسين څومره ګتور دي اوس هره دوره کې خپل ماشومان واکسينوو".

امریکا غږ آشنا راډیو تلویزیون، د ختیزو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې، اکثره کلیوالو ته د پولیو پرضد د عامه پوهاوي په اړه، د دین له اړخه، دیني عالمانو سره د پولیو واکسین پر حرمت او ګتو رپورټونه او مرکې خپرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG