د لاس رسي وړ اتصالات

دانش او دوستم ترکیه کې د افغانستان پر ستونزو غږېدلي


د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، چې د ترکیې د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی، د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره یې په لیدنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال له دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه لیدنه تیره ورځ ناوخته په پلازمینې انقره کې ترسره شوې ده.

په بیان کې راغلي، چې د لیدنې پر مهال د افغان حکومت دغو لوړپوړو چارواکو، د افغانستان د قومونو ترمنځ پر یووالي او د مخامخ خبرو له لارې د مختلفو مسایلو د حل پر سر ټینګار کړی دی.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، چې جنرال دوستم د اعتماد، متقابلې همکارۍ او د یو بل منلو په فضا کې د افغانستان د ستونزو د ژر حل هیله ښودلې ده.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش په داسې وخت کې له جنرال دوستم سره په ترکیه کې لیدلي، چې د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو اعتراضونه له اتو ورځو راهیسې دوام لري او افغانستان ته د جنرال دوستم د بیرته راستنولو غوښتنه کوي.

د افغانستان په شمال کې د جنبش اسلامي ګوند د پلویانو د اعتراضونو په اتمه ورځ، د لاریونونو دغه لړۍ نن مرکزي ولایت بامیان ته هم غځېدلې ده.

لاریون کوونکي د حکومت ضد شعارونو په ورکولو سره، له ترکیې څخه افغانستان ته د جنرال عبدالرشید دوستم په راستنولو او د قوماندان نظام‌الدین قیصاري په بیرته خوشې کولو ټینګار کوي.

د اعتراضونو دغه لړۍ په بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او بدخشان ولایتونو کې پیل شوي وو، خو د لومړي ځل لپاره نن د جنبش پلویانو په بامیان ولایت کې هم لاریون وکړ.

په بامیان کې د محمد سرور په نوم یو اعتراض‌ کوونکي وویل "حکومت اړ دی، چې د خلکو او اعتراض کوونکو غوښتنو ته پام وکړي او د جنرال دوستم د راستنولو او قیصاري د بیرته خوشې کولو شرایط برابر کړي، له دې پرته به دا مظاهرې په راتلونکو وروځو کې لاپسې دوام وکړي".

په بدخشان کې اعتراض‌ کوونکو د فیض‌‌آباد ښار دوکانونه او عمومي لارې تړلې دي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر رئیس بابر فرهمند امریکا غږ – آشنا ته وویل، نن د تیرې ورځې په پرتله پراخه لاریونونه وشي.

هغه زیاته کړه "موږ پر خپلو غوښتنو ټینګار لرو او حکومت خلکو ته بې‌ځوابه دی".

خو افغان حکومت د قانون په چوکاټ کې مدني اعتراضونه د خلکو حق ګڼي او په سوله‌ییزه توګه د لاریونونو په ترسره کولو ټینګار کوي.

د ارګ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، حکومت د اعتراض کوونکو د مشروع غوښتنو عملي کولو ته چمتو دی "هره مشروع غوښتنه چې د خلکو له خوا کیږي، هغه به واوریدل شي او موږ هم هیله لرو، چې زموږ هیوادوال لازم دقت ولري، په ځانګړي ډول دولتي تاسیساتو ته چې د همدغو خلکو په مالیې جوړ شوي، ورته زیان ونرسوي".

ښاغلي مرتضوي په داسې حال کې له اعتراض کوونکو څخه د سوله‌ییز لاریون غوښتنه وکړه، چې له دې وړاندې د اعتراضونو په لومړیو ورځو کې لاریون کوونکو د فاریاب ولایت ودانۍ او یو شمیر دولتي موټرو ته اور ورته کړ.

XS
SM
MD
LG